1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«وژونکي روباتونه بايد تر کنترول لاندې ونيول شي»

۱۳۹۷ اسفند ۲۶, یکشنبه

د نړۍ ډیری هيوادونه د خپلو اتوماتو وسلو، وژونکو ويروسونو او د سايبري پوځي تجهيزاتو سيستمونو د ودې په حال کې دي. آیا دغه وژونکې ځیرکې وسلې د سياسي او لږ تر لږه د تکنالوژۍ په چوکاټ کې د انساني کنترول وړ وي؟

https://p.dw.com/p/3FCLD
Symbolbild: Autonome Waffen | Combat Robot  'Piranya'
انځور: picture-alliance/dpa/S. Dolzhenko

د آلمان د بهرنيو چارو وزير هايکو ماس د جمعې په ورځ (د ۲۰۱۹م کال د مارچ ۱۵مه) د عصري اتوماتو وسلو د کنترول او محدودولو په برخه کې د نړيوالو همکاريو غوښتونکی شو. ماس په برلين کې «تکنالوژۍ ته د لاسرسي او د وسلو کنترول ته بيا کتنې» په نامه غونډه کې د اتوماتو وسلو، د پرمختللې تکنالوژۍ پر سيستمونو سمبالو توغنديو، سايبري حملو او د بيولوژيکي وسلو د نه کنترول وړ خطرونو په باب خبرداری ورکړ.

د آلمان د بهرنيو چارو وزير په دغې ناسته کې همدا راز زياته کړه: «نن وژونکي روباتونه کوم چې د ژوند او مرګ تصميمونه د ناپيژاندو معلوماتو له يوې داسې مجموعې څخه کوي چې په بشپړه توګه د انسان له کنتروله بهر ده، د يوه ټکان ورکونکي حقيقت منظر دی.» هغه زياته کړه: «اساسي مسئله دا ده چې آيا موږ تکنالوژي اداره کوو که تکنالوژي موږ اداره کوي.»

ملګري ملتونه او اروپايي اتحاديه دواړه د اتوماتو وسلو د نړيوال ممنوعيت غوښتونکي شوي دي، خو تر اوسه پورې د دا ډول يو سيستم له پاره منل شوي نړيوال قوانين شتون نه لري.

هايکو ماس چې ۴۵۰ متخصصانو، سياستوالو او ديپلوماتانو ته وينا کوله، ټينګار يې وکړ چې «څو اړخيزه سياسي نظام د باالقوې ګواښونو پر وړاندې له خپل ځانه ناتواني ښودلې ده.»

نوموړی د دې غوښتونکی شو چې دغو بحثونو ته د «متعارفو وسلو د کنوانسيون» (CCW) په چوکاټ کې ادامه ورکړل شي. په پام کې ده چې (CCW) د روانې مياشتې په پاې کې په جينيوا کې د ځيرکو وسلو په اړه يوه غونډه جوړ کړي.

Deutschland Bundesaussenminister Heiko Maas
د آلمان د بهرنيو چارو وزير، هايکو ماسانځور: imago/photothek/I. Kjer

د آلمان د بهرنيو چارو وزير د خپلو خبرو په ادامې وويل: «موږ غواړو د وژونکو وسلو پر ټولو سيستمونو باندې انساني کنترول په نړيواله توګه قانوني کړو او په دې ترتيب د بشپړو اتوماتو وسلو د ممنوعيت په برخه کې يو ستر ګام [پورته کړو].»

نړيوال تړون

د آلمان حکومت تر اوسه پورې په دې تړاو چې آیا د اتوماتو سيستمونو پر صادراتو دې تازه محدوديتونه ولګول شي که نه، کوم مشخص دريځ نه دی اختیار کړی. دغه مسئله د اروپايي اتحاديې د اکثرو غړو هيوادونو له لوري تر نيوکو لاندې نيول شوې ده.

ماري واريهم چې د وژونکو روباتونو د درولو د کمپاين همغږې کوونکې ده، له آلمان څخه يې غوښتي چې په دې برخه کې د غير الزامي اعلاميو پر ځای دې يو نړيوال تړون تعقيب کړي.

هغې ويلي دي: «هغه اقدامات چې پر يو نوي منع کونکي تړون باندې منتج شوي نه وي، هغه به د وژونکو روباتونو له اړخه د راولاړو شوو ننګونو پر وړاندې مبارزه کې کافي نه وي.»

دا په داسې حال کې ده چې روسیه، اسرائیل، سويلي کوريا، چين او د امريکا متحده ايالات اوس مهال د ځيرکو وسلو د ودې او انکشاف په سر کار کوي.

/mks/ns/ _na/si/aw/rt (Reuters, dpa)

دا هم د وسلو په اړه زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: