1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان د بن، دوسلدورف او کولن ښارونه مهاجر مني

۱۳۹۷ مرداد ۵, جمعه

د آلمان د نورد راین ویستفالن ایالت د بن، دوسلدورف او کولن ښاروالانو په یوه پرانیستي لیک کې د آلمان صدراعظمې ته د مهاجرو د منلو وړاندیز کړی. خو په دغه مهاجرو کې یوازې هغه کسان راځي چې په مدیتراني سمندرګي کې ژغورل شوي وي.

https://p.dw.com/p/32D7q
Rettungsschiff Seefuchs
انځور: picture-alliance/dpa/sea-eye.org

د آلمان صدراعظمې انګلا مېرکل ته د دغو درو واړو ښاروالانو په پرانیستي لیک کې راغلي دي چې په دې سره غواړي تر هر څه زیات د دې له پاره هڅې وکړي، چې د مدیترانې په سمندرګي کې د ژغورنې چارې بیا پیل شي.

د کولن ښاروالې هینریته رېکر، د دوسلدورف ښاروال توماس ګایزل او د بن ښاروال آشوک سریدرهن په دغه لیک کې لیکلي دي: «موږ غواړو د بشر دوستۍ، د پناه غوښتنې د حق او د مهاجرو د ادغام له پاره یو پیغام ورکړو.»

په دغه پرانیستي لیک کې وړاندې راغلي دي: «موږ له تاسې سره پر دې باندې موافق یوو چې د مهاجرو د منلو، د قضیو د څیړلو او بیرته لیږلو له پاره یوه اروپایي حل لاره باید رامنځ ته شي.» زیاته شوې ده چې تر هغه وخته چې د ټولو لورو له خوا یوه ګډه اروپایي حل لاره راوځي، ژر دې ته اړتیا ده چې په مدیترانه سمندرګي کې د انسانانو د ژغورنې چارې بیرته ممکنې شي او د ژغورل شوو انسانانو منل تظمین شي.

د دغو درو ښارونو د ښاروالانو په پرانیستې لیک کې وړاندې راغلي دي: «زموږ ښارونه کولای شي او غواړي چې په سمندر کې په بیړني حالت کې ژغورل شوي مهاجر ومني، دقیقا هماغه ډول چې د آلمان نورو ښارونو او ناحیو لا تر مخه دغه ډول چمتووالی ښولی دی.»

د هغوی په خبره «د مدیترانې په سمندرګي کې انساني ناورین» د روان میلادي کال له پیل راهیسې یو نوي خطرناک حد ته رسیدلی دی. زیاته شوې ده چې له دغه وخت راهیسې د اروپایي اتحادیې پولې ته څیرمه تر ۱۴۰۰ زیات مهاجر مړه شوي دي.

په مدیترانې سمندرګې کې وضعیت لا پسې خراب شوی دی، ځکه چې د ایټالیا د حکومت نوي مشر د ژغورنې د نړیوال ماموریت کښتیو ته اجازه ور نه کړه چې د دوی بندرونو ته ورشي. له دې کبله ډیرو سازمانو خپل فعالیتونه ودرول.