1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان د اقتصاد وزیر قاهرې ته سفر کوي

۱۳۹۷ بهمن ۱۳, شنبه

د آلمان د اقتصاد وزیر قاهرې ته سفر کوي. آلمان مصر ته په یوه نا ارامه سيمه کې د یوه باثباته هیواد په سترګه ګوري. د آلمان د اقتصاد وزیر د دغه سفر هدف د شرکتونو ترمنځ ښه تماسونه او د بشري حقونو د مسئلې مطرح کول یاد کړی دی.

https://p.dw.com/p/3Cbpw
Russland Moskau - Wirtschaftsminister Altmaier besucht Russland
انځور: picture-alliance/dpa/C. Gateau

د آلمان د اقتصاد وزیر پیټر الټمایر خپل دغه سفر ته ډیر خوشحاله دی. آلټمایر د آلمان د چاپیریال ساتنې وزیر او د صدراعظمې د دفتر رئیس پاتې شوی دی او ډیر سفرونه یې کړي دي. خو هغه تر اوسه پورې هیڅ کله هم مصر ته نه دی تللی.

د دې ترڅنګ دغه شپیته کلن سیاستوال له تاریخ سره ډیره لیوالتیا او په دې اړه کافي معلومات لري. په دې اساس د ګیزي له احرامونو څخه په اصطلاح حتمي لیدنه به د هغه له پاره په زړه پورې هم وي.

د بشري حقونو متزلزل وضعیت

آلټمایر درې ستونزمنې ورځنې په مخ کې لري. د نورو تر څنګ هغه به له ولسمشر الفتاح السيسي سره چې په دغه سل میلیونه نفوس لرونکي هیواد کې د بشري حقونو د متزلزل وضعیت مسئول بلل کیږي هم وويني. له عربي پسرلي څخه اته کاله وروسته هم د دغه هیواد امنیتي ځواکونه د رژیم له انتقاد کونکو سره ډیر سخت چلند کوي، تر ټولو په لومړي قدم کې د اخوان المسلمين ډلې او نورو اقلیتونو لکه د همجنسبازانو پر وړاندې.

بل لور ته آلمان له یوه باثباته مصر سره لیوالتیا لري چې له لویدیځ سره ښې اړیکي لري او د مهاجرت د سیاست په برخه کې همکارۍ ته تیار دی. په دې حوزه کې په کافي اندازه فعاله هیوادونه شتون نه لري.

دا چې تر کومې اندازې ممکن دی چې په مصر کې د بشري حقونو وضعیت او واقعبینانه سیاست تر منځ جلاوالی موجود دی، د آلمان د اقتصاد د پخواني وزیر زیګمار ګابريل په وخت کې یې سړی لیدلی شي.

نوموړی درې کاله مخکې په قاهره کې وو او د مصر له شخړیز ولسمشر الفتاح السیسي څخه یې په داسې الفاظو ستاینه وکړه چې هغه یو «اغیزمن کونکی» شخص دی. خو د هغه دغه څرګندونې په آلمان کې د چا خوښې نه شوې.

له لوی قبطي کلیسا څخه د هغه لیدنه

د آلمان د اقتصاد وزیر پیټر آلټمایر د مصر وضعیت په دې شکل جمع بندي کړ: «مصر د ټولې سیمې د ثبات په برخه کې زموږ مهم شریک دی.» هغه زیاته کړه: «زه به په خپل سفر کې د یوه قانون مند حکومت، مالي فساد او د دیني آزادۍ مسائله مطرح کړم.»

په دې توګه نو د «عیسی ع د زیږنې» په نوم د قبطیانو له یوه نوي جامع کلیسا څخه لیدنه هم د الټمایر د سفر په پروګرام کې شامل دی. د لومړي ځل له پاره د نوي عیسوي کال په پیل کې په دې کلیسا کې د السیسي په موجودیت کې د عیسویانو د اختر (کریسمس) مراسم ولمانځل شول.

Neue Hauptstadt für Ägypten
د «عیسی ع د زیږنې» په نوم د قبطیانو یوه نوي جامع کلیساانځور: picture-alliance/dpa/Matthias Toedt

په مصر کې د قبطي عیسویانو اقلیت په وار وار سره د سخت دریځه اسلامستانو د ترور قرباني شوی دی. له ۲۰۱۶ م کال را په دیخوا تر ۱۰۰ ډیر قبطیان په ترهګریزو بریدونو کې وژل شوي دي.

۱۹۰ آلماني شرکتونه له ۳۵ زره کارکونکو سره

مصر ته په سفر کې د آلمان د اقتصاد له وزیر سره یو لوی پلاوی هم ملګرتیا کوي. نوموړی به د نورو ترڅنګ د زیمنس د ګازو له یوې بټۍ څخه هم لیدنه وکړي چې د دې لوی شرکت د رپوټ پر بنسټ د دغه هیواد د ۴۰ میلیونه وګړو د بریښنا اړتیا پوره کوي.

آلټمایر به په دې سفر کې د مسلکي زده کړو د مرکز له زده کونکو سره هم خبرې وکړي چې زیمنس له «جي آی زیډ» یا د نړیوالو همکاریو له پاره د آلمان ټولنې په ګډې همکارۍ جوړ شوی دی.

مصر د آلمان له پاره یو ډیر مهم اقتصادي شریک دی. د آلمان د سوداګرۍ او صنایعو خونې د رپوټ پر بنسټ شاوخوا ۱۹۰ آلماني شرکتونه په مصر کې فعاله دي چې د ۳۵ زرو په شاوخوا کې کارمندان په کې کار کوي.

د آلمان د سوداګرۍ او صنایعو خونې عمومي مشر مارتين وانسلبن به هم په دې سفر کې له آلټمایر سره ملګرې وي. نوموړی شکایت کوي چې تر اوسه پورې په مصر کې د بهرنیو شرکتونو مخ ته لوی بروکراتیک خنډونه وجود لري.

ټاکل شوې ده چې د آلمان د اقتصاد وزیر به له لوړ پوړو مصري چارواکو سره ملاقات وکړي، تر څو پر دغو ستونزو ورسره خبرې وکړي.