1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان د ائتلافي حکومت د جوړښت پر سر خبري اتري ناکامه شوې

۱۳۹۶ آبان ۲۹, دوشنبه

د آلمان آزاد ديموکراتان د مسیحي ديموکرات اتحاد، مسيحي سوسیال اتحاد او زرغون ګوندونو له ائتلافي خبرو پر شا شول. د آزاد ديموکراتانو د ګوند مشر ویلي دي چې تر څو اونيو خبرو وروسته ګوندونو د «اعتماد اساس» ونه موند.

https://p.dw.com/p/2nuxi
Berlin Scheitern der Sondierungsgespräche
انځور: picture-alliance/dpa/B. von Jutrczenka

په آلمان د جمایکا په نوم ائتلافي حکومت د جوړښت پر سر د څلورو ګوندونو ترمنځ تر یوې میاشتي اوږدو خبرو اترو تر ناکامۍ وروسته د دوشنبې ورځي په سهار آلمان د بې سرنوشتۍ تر فشار لاندي خپله ورځ پیل کړه.

وروسته له هغې چې د سوداګرۍ ملاتړي ګوند یعني آزاد ديموکرات د مسیحي ديموکرات اتحاد، مسیحي سوسیال اتحاد او له زرغون ګوند سره د ائتلافي حکومت پر سر له خبرو پر شا شو، د آلمان صدر اعظمې انګلا میرکل ژمنه وکړه چې د اروپا ستر اقتصاد به په دې سخت وخت کې پر سم لوري سوق کړي.

میرکل وویل چې هغه د خبرو اترو په ناکامۍ خفه ده او زیاته يې کړه چې هغه او د هغې محافظه کاره کړۍ په دې باور وه چې «پر يوه داسې مسیر يوو چي موږ کولای سوای پکښې توافق ته ورسيږو.» هغې د يکشنبې په ناوخته ماښام خبریالانو ته وویل: «آزاد ديموکرات ګوند ته په بشپړ احترام زه خفه په دې یم چې موږ یوې دوې اړخیزي هوکړې ته ونه رسیدو.»

آزاد ديموکراتان له خبرو پر شا شول

یو ساعت وړاندې، د آزاد ديموکرات ګوند مشر کریستيان لیندنر، اعلان وکړ چې ګوند يې له هغه وروسته له خبرو پر شا شو چې «توافق شوی مسائل یوځل بیا تر پوښتني لاندي راغلل.» نوموړي وویل چې «ښه به دا وي چې د ناسم حکومت کولو پر ځای هیڅ حکومت ونه کړل شي.»

تر دې لږ وروسته لیندنر پر خپله ټویټرپاڼه د خبرو اترو له میزه د خپل ګوند د وتلو د پریکړي ننګه وکړه. نوموړي لیکلي چې: «موږ هیڅوک له دې امله نه ملامتوو چې پر خپلو ارزښتونو ولاړ ول. بلکي دغه څه موږ په خپله کړي. موږ ته له دې امله رایه راکړل شوې وه چې اوسنی حالت بدل کړو خو موږ کوم توافق ته ونه رسیدو.»

د میرکل راتلونکی اقدام؟

په داسې حال کې چې انګلامیرکل به د آلمان سرپرسته صدراعظمه پاته شي، دا لا هم روښانه نه ده چې دغه څه به د هغې د نوي حکومت جوړولو راتلونکی له څه وضعیت سره مخامخ کړي. د هغې محافظه کاران کولای شي چې یوازي له زرغون ګوند سره خبري پیل کړي ترڅو د اقلیتونو یو حکومت جوړ کړي.

سربیره پر دې، ممکن هغوی سوسیال ديموکرات ګوند چې په پارلماني ټاکنو کې يې ډیري رایې ګټلې وې، دې ته وهڅوي چې د دوهم ځل له پاره ستر ائتلافي حکومت جوړ کړي. د سپتمبر میاشتې په ملي پارلماني ټاکنو کې د سوسیال دموکراتانو تر ستري ماتي وروسته، یاد ګوند څو ځله پر دې ټینګار کړی چې په راتلونکي پارلمان کې به دوی د اپوزیسیون رول ولري.

که چیري دواړه انتخابونه بې پایلې شي، نو په دې صورت کې د حل یوازنۍ لار په نوي کال کې د ټاکنو بیا ترسره کول دي. میرکل وویل چې دا به د دوشنبې په ورځ له ولسمشر فرانک والټر شټاین مایر سره، څوک چې د نویو ټاکنو د ترسره کولو واک لري، د ائتلافي حکومت د جوړښت پر سره خبرو د ناکامۍ په هکله معلومات شریک کړي. دا د دې ښکارندويي کوي چې له زرغون ګوند سره د اقلیتي حکومت جوړول به د پلان برخه نه وي او ممکن په دې هیواد کې یوځل بیا پارلماني ټاکني وشي.

د ائتلافي حکومت پر سر خبرو کې د برخه والو ګوندونو عکس العمل

د مسیحي سوسیال اتحاد مشر هورست زیهوفر، وویل چې مخکې له دې چې آزاد ديموکراتان له خبرو پر شا شي، د څلورو خبرو کوونکو ګوندونو ترمنځ توافق ممکن وو. دغه خواخوږي د زرغون ګوند مشر چیم اوزدیمیر هم شریکه کړې. نوموړي ویلی چې هغه او گوند یې تل پر اساسي مسائلو د جوړجاړي له پاره خپل تیاری ښوولی دی. نوموړي ویلي: «که څه هم یوازنی ممکنه ديموکراتیک جوړښت د آزاد ديموکرات ګوند له خوا ناکامه شو.»

که څه هم د سپتمبر میاشتي پر ۲۴ نیټه د آلمان په پارلماني ټاکنو کې «سي ډي یو» (مسيحي ديموکرات اتحاد) او «سي اس یو» (مسيحي سوسيال اتحاد) تر نورو ګوندون ډیري رایې ګټلې وې، خو په حیرانونکې توګه د دوی کمې رایې یعنې ۳۲،۹ سلنه رایې په دې معنی وې چې دغه محافظه کاران د آزاد ديموکراتانو «۱۰،۷ سلنه» او د زرغون ګوند «۸،۹» سلنه رایو ته اړتیا درلوده ترڅو د ټولو رایو د۵۰ سلنه رایو استازيتوب وکړي.

د جمایکا ائتلاف چې د درو ګوندونو د رنګونو پر اساس ورته نوم ورکړل شوی، په ایالتي حکومت کې رامنځ ته شوی، خو د آلمان په فدرالی کچه تر اوسه پر دې راز ائتلاف جوړولو هیڅکله هم کوښښ نه وو شوی.

د ائتلافي حکومت د جوړولو پر سر د څلورو اونیو اوږدو خبرو اترو په ترڅ کې یادو ګوندونو وکولی شول چې له ډیجیټلایزشن نیولې تر کرنې پورې پر یو شمیر اساسي مسائلو سره توافق وکړي. خو له ۲۰۱۵م کال راهیسې آلمان ته تر يو ميليون زیاتو مهاجرو پر راتګ اړوند مسائلو باندي د نظر د يووالي په رامنځ ته کولو کې ټول اړخونو له ستونزو سره مخامخ ول.

په عین وخت کې د مهاجرت اړوند مسائلو له امله په آلمان کې د آلمان له پاره بدیل یا «اې. ایف. ډي» ښی اړخی ګوند را صحنې ته کړ، کوم چې د دې هیواد په ملي پارلماني ټاکنو کې يې نږدې ۱۳ سلنه رایې ترلاسه کړې.