1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان: د مهاجرو پر موضوع د نظر یووالی رامنځته نه شو

۱۳۹۷ تیر ۶, چهارشنبه

مهاجر، سیاسي پناه او اروپایې اصلاحات: د صدراعظمې انګلا میرکل په دفتر کې د دغو او دې ته ورته مسائلو په اړه بیړنۍ غونډه وشوه. په دې غونډه کې یوازې د یوې موضوع په هکله د نظر یووالی وو او نوري بې نتیجې پاتې شولې.

https://p.dw.com/p/30NsH
Deutschland, Berlin: Koalitionsgipfel im Kanzleramt
انځور: picture-alliance/dpa/B. von Jutrzcenka

خبري سرچینو ویلي دي چې په برلين کې د صدراعظمې انګلا میرکل په دفتر کې د سه شنبې په ماښام (د جون میاشتې په ۲۶) د ترسره شوي غونډې په ترڅ کې یوازي مهاجرو ته د کور جوړونې او یا په بیه کور اخیستنې له پاره د پیسو پر ورکړې د نظر یووالی رامنځته شوی دی.

په دې غونډه کې د آلمان د مسیحي دیموکرات (CDU) مسيحي سوسیال اتحاد (CSU) او سوسیال دیموکرات ګوند (SPD) مشرانو ګډون کړی وو. د آلمان د اتحادي ګوندونو د فرکسیون مشر فولکر کاودر هم د دې خبرې په تائیدولو سره وویل :«د تعمیراتي مقاصدو له پاره ورکول کیدونکي دغه پیسې د روان کال له جنورۍ میاشتې نیولې د ۲۰۲۰ م کال د دسمبر تر ۳۱ نیټې پورې ورکول کیږي، خو په دې کې به د مساحت له پاره هیڅ ډول اعظمي حد نه وي». 

کاودر وویل د دې په خاطر چې د خبرو اترو له پاره ډیر وخت ولري، د آلمان د بودیجوي اونۍ پیل د دوشنبې ورځ له سحر څخه سه شنبې ورځې ته شاته غورځول شوی دی. په دې توګه به نو د کمیټو ډلې د دوشنبې ورځ په  سحر د خبرو اترو له پاره کافي وخت ولري.
د دیموکرات مسیحي ګوند دغه سیاستوال وویل: «وضعه دومره جدي وه، چې سړي په خبرو اترو کې احساسولی شو».

دغه پروگرام ته د «چائلډ بینیفټ مني فار کنسټرکشن» یا د کور جوړونې له پاره د ماشومانو د ګټې پيسې نوم ورکول شوی دی.  کاودر زیاته کړه چې په دې توګه به د هر ماشوم پر سر ۱۲ زره یورو ورکول کیږي او دغه پيسې به بيا په لسو کلونو کي بيرته تحوليږي. هغه وویل چې د کور جوړونې لړۍ باید ګړنډۍ کړای شي. په حکومتي ائتلاف کې د شامل سوسیال دیموکرات ګوند مشره اندریا ناهلس، د دغې غونډې له نتیجې څخه خوشحاله نه ده نوموړۍ وایې:

«موږ تیره ورځ د مشخصو مسائلو په اړه رغنده ګډ کار وکړ. د بیلګې په توګه د ماشومانو د کورجوړونې د پیسو په اړه مو یوه ښه حل لاره پیدا کړه چې ۲ میلیارده بودیجه ورته ځانګړي شوه او په عین وخت کې د ټولو له پاره بې له کوم محدودیته. همدرانګه زه له دې کار خوشحاله یم. خو دا یوازنۍ موضوع وه، په داسې حال کې چې د اساسي اختلاف په برخه کې چې موږ په تیرو دوو اونیو کې د CDU او CSU ترمنځ تجربه کړل، حتی تیره شپه موږ جدي خبرې درلودې، خو دغه بحثونه هم بې نتیجې ول».

بل لور ته د سیاسي پناه د تر ټولو مهمې مسئلې په اړه درې واړه ګوندونه کومې موافقې ته سره ونه رسیدل. کاودر، په دې هکله وویل چې هیله لري یوه حل لاره به بیا مومي: «کله چې د یوې موضوع پر سر له یوه بل سره خبرې اترې روانې وي، نتیجې ته د رسیدلو امید برقراره پاتيږي».

د کورنیو چارو وزیر هورست زیهوفر غواړي چې په یو بل اروپایې هیواد کې ثبت شویو پناه غوښتونکو ته اجازه ورنه کړل شي چې د آلمان خاورې ته ننوځي. هغه وایې چې دغه پناه غوښتونکي باید د هیواد له سرحدونو څخه بیرته واستول شي.

دا په داسې حال کې ده چې میرکل غواړي د اروپا په کچه کومه حل لاره ولټول شي. د نظر د اختلاف له امله په دې وروستیو کې د زیهوفر او میرکل ترمنځ سختې لفظي شخړې هم شوي دي. د کورنیو چارو وزیر هورست زیهوفر صدراعظمې میرکل ته خبردارې هم ورکړی وو چې له دندې څخه د هغه د ګوښه کولو کوښښ دې نه کوي.

په عین وخت کې په حکومتي ائتلاف کې د شامل سوسیال دیموکرات ګوند مشرې اندریا ناهلس، پر اتحادي ګوندونو تور وګاوه چې دوی حکومتي کارونو ته خنډ جوړوي. د هغه په خبره: « د CDU او CSU ترمنځ د جنجال له امله ټولې سیاسي چارې په سستۍ سره پر مخ ځي».