د آلمان ختيځ د پناه غوښتونکو له پاره لس برابره خطرناک دی
۱۳۹۷ اسفند ۶, دوشنبهپه يوه نوې څېړنه کې چې د يکشنبې په ورځ (۲۰۱۹م کال د فيبرورۍ ۲۵ نيټه) خپره شوه ده، راغلي دي چې د آلمان په ختيځو ايالتونو کې پناه غوښتونکي، د هغو په پرتله چې په لويدیځو ايالتونو کې اوسي، لس برابره زيات د کرکې او د هغه په نتيجه کې رامنځته کيدونکي زور زياتي ښکار کيږي.
د اروپا د اقتصادي څېړنو له پاره د لايبنيټس مرکز کارپوهانو له ۲۰۱۳ څخه تر ۲۰۱۵م کلونو ترمنځ ۱۱۵۵ پيښي څېړلي دي.
دې مرکز چې مقر یې د آلمان په منهايم ښار کې دی، موندلې ده چې د چک جمهوريت سرحد ته څيرمه د زاکسن ايالت پهSachsische Schweiz-Osterzgebirge سيمه کې تر ټولو زياتي پيښي رامنځ ته شوي دي چې د درو کلونو په موده کې پر هرو سلو کسانو ۹،۷۶ حملې ثبت شوي دي.
تر زاکسن وروسته په دې برخه کې له پولند سره په سرحد کې د براندنبورگ ایالت د اوکرمارک سيمه راځي. د څېړنې په حواله دريم مقام د زاکسن انهالت ايالت د سالزکرايس سيمې چې لايپڅيگ ښار ته څيرمه پرته ده، خپل کړی دی.
له نويو څېرو سره لږه آشنايي
دا درې سره ځایونه د آلمان په هغه برخه کي دي چې يو وخت د شوروي اتحاد تر کنترول لاندي ختيځ آلمان کي ول او دغو سيمو په دودیز ډول تر لوېديځ لږ کډوال لرل.
د څېړنې په حواله په ټول آلمان کې ۱۱۸ داسې ناحيې سته چې پکښې يو بريد هم نه دی ثتب شوی. له دې سيمو څخه يوازې ۴ يې په ختیځو ايالتونو کې دي.
د څېړنې د ليکونکو په حواله دا په دې پوري اړه نه لري چې د پناه غوښتونکو يا مهاجرو شمېر په يوه ناحيه کې د هغوی پرضد زورزياتي په برخه کې پريکړنده دی. بلکې د دوی په حواله مهمه داده چې د يوې سيمې اوسيدونکي له مهاجرت او يا کډوالۍ سره څومره تجربه لري.
د آلمان په لويديځو سيمو کې خلک له اوږدې مودې راهيسې له بهرنيانو سره بلد دي، د مثال په توگه دغو سيمو ته په ۱۹۶۰م کلونو کې ډېر ترکان د کار له پاره راغلي ول.
اقتصادي مسئلې
د څېړونکو په حواله د سيمې اقتصادي وضعيت په دې کې ډېر جزيي نقش لري. دوی ټينگار کوي چې د خارجيانو پر وړاندې جرمونه «په اصل کې هیڅ اقتصادي انگیزه» نه لري.
کارپوهان وايي چې پر اقتصادي پرمختگونو د تمرکز پر ځای، د ځايي اوسيدونکو د عامه پوهاوي او د مهاجرو په مقابل کې د زغم پر زياتولو بايد تمرکز وشي.
د څېړنې تنظيم کوونکو دا هم ويلي دي چې د کډوالو په مقابل کې کرکه او نفرت په هغو سيمو کې زيات دی چې مخکې هم پکښې د مهاجرو په مقابل کې د زور زياتي پيښې ترسره شوي او چيري چې «د پرديو پر ضد د نفرت او کرکې مفکوره قوي» ده.
د څېړنې په حواله د خارجيانو په مقابل کې په دې جرمونو کې مهاجرو او خارجيانو ته سپکې سپورې ويل، د گرافيتي له لارې د هغوی د پارونې او کرکې ډک شعارونه ليکل، وهل ټکول او د اور لگونې پېښې شاملې دي.
زموږ له آرشيف څخه: