1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان حکومت د کم عمرۍ ودونو ته قانوني مسوده وړاندې کړه

۱۴۰۳ فروردین ۱۸, شنبه

د آلمان د عدليې وزارت په بهر کې د تړل شوې نکاح سره په آلمان کې د چلن لپاره قانوني مسوده وړاندې کړه. له دې مخکې د دغه هيواد د اساسي قانون ورته ضرب الاجل ټاکلی و.

https://p.dw.com/p/4eV9O
Symbolbild Kinderehe | Berlin Terre des Femmes Gewalt gegen Frauen Protestaktion
د مخکې تړل شوي نکاح غير رسمي ګڼل به هغه وخت بېرته د رسمي کولو امکان ولري چې د نکاح پر وخت تر ۱۶ کالو کم عمر لرونکی اړخ د ۱۸ کالو عمر ته ورسيږي.انځور: Christian Ditsch/imago

د آلمان په کارلروه ښار کې مستقرې، د دغه هيواد د اساسي قانون محکمې حکومت ميعاد ټاکلی دی. له حکومت څخه غوښتل شوي ول چې د روان کال د جون مياشتې تر پای پورې د هغو ودونو په تړاو قوانين جوړ کړي چې د آلمان څخه دباندې په داسي صورت شوي وي چې پکښې د جوړې يو اړخ تر ۱۶ کالو کم عمر لرونکی وي..

د آلمان د عدليې وزارت د اساسي قانون د محکمې د غوښتنې پر اساس اوس د قوانينو يوه مسوده وړاندې کړې ده. په دغه مسوده کې به د هغو ودونو په هکله قانوني چوکاټ او اصول تعين شي چې له آلمان څخه دباندې په کم سن کې شوي وي.

د دغه مسودې له مخې به هغه نکاح ليکونه او نکاحوې په آلمان کې په رسميت نه پېژندل کيږي چې له دغه هيواد څخه دباندې تړل شوي وي او پکښې د جوړې يو يا دواړه اړخونه د نکاح پر وخت تر ۱۶ کالو کم عمر لرونکي ول. خو د دغې قانوني مسودې له مخې به له دې وروسته هم دا ممکنه وي چې هم کم عمر لرونکی اړخ له هغه بل اړخ څخه په آلمان کې د «نفقې» غوښتنه وکړي. د آلمان د عدليې وزارت د قانون ياده مسوده د جمعې په ورځ (د ۲۰۲۴ کال د اپريل ۶ نېټه) خپره کړه.

د يادې قانوني مسودې له مخې به دا ممکنه وي چې د کم عمرۍ پر اساس د «ناچله» اعلان شوي نکاح يا واده بېرته رسمي کړل شي. د مخکې تړل شوي نکاح غير رسمي ګڼل به هغه وخت بېرته د رسمي کولو امکان ولري چې د نکاح پر وخت تر ۱۶ کالو کم عمر لرونکی اړخ د ۱۸ کالو عمر ته ورسيږي او دواړه اړخونو د مخکنۍ نکاح د په رسميت پېژندلو غوښتنه وکړي.

دا چې د آلمان د عدليې وزارت دغه قانوني مسوده وړاندې کوي، غوښتنه يې د ۲۰۲۳ کال په پېل کې د آلمان د اساسي قانون د محکمې لخوا شوې وه. هغه وخت يادې محکمې د ماشومانو د نکاح ضد د هغه وخت قوانين د آلمان د اساسي قانون سره په ټکر کې بللي ول او د نوو قوانينو جوړولو غوښتنه يې کړې وه. د آلمان حکومت د روان کال د جون مياشتې تر پای پورې وخت لري چې ياد قوانين عملي کړي.

هغه وخت د اساسي قانون د محکمې قاضيانو فيصله کړې وه چې د لا نورو اصولو او قوانينو تشه شته چې دولت د کم عمرۍ ودونه ناچله وبولي. په دې ترڅ کې د نفقې په تړاو پوښتنو ته جواب موندل هم مقصد و.

په آلمان کی په کم عمر جبري ودونه

آ./ا.ا./ز.ن.