1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان حکومت د پناه غوښتني پر سياست سره سلا شو

۱۳۹۷ تیر ۱۵, جمعه

د آلمان د صدراعظمې انګلا میرکل په مشرتوب محافظه کاران په حکومت کې له خپل شریک سوسیال ديموکراتانو سره د پناه غوښتنې د سیاست په برخه کې توافق ته رسیدلي. جنجال د آلمان له سرحدونو څخه د مهاجرو د شړلو د پلان په هکله وو.

https://p.dw.com/p/30vhB
Deutschland Asylstreit Koalitionsausschuss Nahles und Scholz
انځور: picture-alliance/dpa/K. Nietfeld

د آلمان د حکومت د درې حاکمو ګوندونو ائتلاف د مهاجرت او پناه غوښتنې د سیاست په برخه کې وروسته له هغې توافق ته ورسیدل چې د آلمان صدراعظمې انګل امیرکل د کورنیو چارو له اوسني وزیر هورست زیهوفر سره د آلمان او اتریش پر پوله د شدید کنترول د پلان معرفي کولو پر سره هوکړه وکړه.

د میرکل مسیحي ديموکرات، د زیهوفر مسیحي سوسیال او سوسیال ديموکراتان سره سلا شول چې آلمان ته د ناقانونه مهاجرت مخنیوی دي وشي. سربیره پر دې دوی همدا راز هوکړه کړې ده چې د پناه غوښتنې په برخه کې به لا شدید سیاست معرفي کړي.

د دغو درو سیاسي اړخونو ترمنځ دغه توافق د میرکل او زیهوفر ترمنځ تر شخړ وروسته شوی دی. تر دې مخکې زیهوفر ګواښ کړی وو چې د مهاجرت د سیاست له کبله به ښايي د آلمان اوسنی حکومت ړنگ شي.

خو پوښتنه دا ده چې دغو درو سیاسي اړخونو پر کومو مواردو هوکړه کړي؟

- د سوسیال ديموکراتانو د ګوند مشري اندریا نالیس ویلي ول چې د مهاجرت په برخه کې به یو اړخیز اقدامات نه عملي کیږي، خو بیا هم د دبلین د قانون پر اساس به د پناه غوښتنې د عریضو چټکه ارزونه کیږي. ډبلین قانون د اروپايي ټولني په غړو هیوادونو کې د پناه غوښتنې د سیاست په برخه کې مهم ګڼل کیږي او ټول سیاستونه د همدې قانون په رڼا کې عملي کیږي.

- د مسیحي سوسیال ګوند مشر زیهوفر خبریالانو ته وویل چې د درې سیاسي اړخونو مشرانو توافق کړی چې د راتلونکو پناه غوښتونکو د اروزنې له پاره به په اصطلاح د «مهاجرو د ترانزیت مرکزونه» نه جوړیږي خو د دې پر ځای به د پولیسو په ادارو کې د ترانزیت د ارزونې مرکزونه رامنځ ته شي.

- د آلمان حکومت په یوه خپره شوې اعلامیه کې راغلي دي چې که چیري د مونشن په هوايي ډګر کې د «ترانزیت د استوګنځي په سیمه» کې مهاجرین ځای پر ځای نه کړل شي، په دې صورت کې د آلمان په پولو کې په مرکزونو کې میشت راتلونکي مهاجر به د آلمان د فدرالي پولیسو لخوا و ارزول شي.

د سیاسي مشرانو له خوا د توافق ستاینه

د مهاجرت سیاست او د پناه غوښتنې په برخه کې د توافق تر ناستې وروسته د سوسیال ديموکراتانو مشرې نالیس خبریالانو ته وویل چې سیاسي ګوندونو د مهاجرت سیاست په برخه کې د اقداماتو پر یوې بستې باندې توافق کړی او زیاته یې کړه چې دغه څه د ستونزې له پاره تر ټولو ښه حل دی.

په عین وخت کې د کورنیو چارو وزیر چې پخوا یې له خپلې دندې د استعفا په ګواښ سره د میرکل حکومت له خطر سره مخ کړی وو، له دې معاملې او توافق څخه راضي بریښي. نوموړي خبریالانو ته وویل: «تاسې [اوس] یو ډیر خوښ د کورنیو چارو وزیر ته ګورئ.»

تر دې وړاندې داسې ښکاریده چې د مهاجرت سیاست به آلمان اوسنی حکومت او خپله د انګلامیرکل ګوند وپاشي. زیهوفر له میرکل سره د اختلافاتو له امله د کورنیو چارو د وزیر له دندې د استعفا ګواښ کړی وو. خو اوس داسې ښکاري چې زیهوفر هم د مهاجرت د ستونزې په برخه کې د آلمان د حکومت د دغه حل لارې په برخه کې هم نظره دی او په دې ترتیب سره ښايي اوس له خپل پخواني ګواښ څخه لاس په سر شي. د میرکل د ستر ائیتلافي حکومت بل سیاسي اړخ سوسیال ديموکراتان هم د دغې حل لارې په برخه کې هم نظره دي او دغه څه هم د ستونزو د کمولو په برخه کې ستر رول لري.

په ۲۰۱۵م کال کې هغه وخت چې اروپايي ټولنه د مهاجرت له کړکیچ سره لاس او ګریوان وه، آلمان شاوخوا ۸۹۰ زره مهاجرین په خپله خاوره کې میشت کړل. میرکل د خپل دغه اقدام له امله له ډیرو انتقادونو سره مخ شوه چې له امله یې د آلمان په سیاست کې د آلمان له پاره بدیل ګوند چې د مهاجرو ضد یو سیاسي ګوند دی، ډیر محبوبیت پیدا کړ. له هغې مودې راهیسې بیا آلمان ته د راتلونکو مهاجرو په شمیر کې د پام وړ کموالی راغلی او دغه شمیر په ۲۰۱۶م کال کې ۲۸۰ زره کسانو ته رسیدلی دی.

د میرکل او زیهوفر ترمنځ اختلافات

تیره میاشت د آلمان د کورنیو چارو اوسني وزیر هورست زیهوفر د مهاجرت په برخه کې د یوه «ماستر پلان» طرح وړاندې کړه چې تراوسه یې هم بشپړ جزئیات نه دي خپاره شوي. د دې پلان له مخې ټاکل شوې وه چې د اروپايي ټولنې په نورو هیوادونو کې ثبت شوي مهاجرین به د آلمان له پولو څخه بیرته شړل کیږي. صدراعظمې میرکل د زیهوفر د دې پلان سخت مخالفت وکړ او پر یوې اروپا شموله حل لارې باندې یې ټینګار کاوه. د نظر دغه اختلاف دومره شدید شو چې د روانې اونۍ په پیل کې زیهوفر د خپلې استعفا ګواښ وکړ.

په عین وخت کې د پنجشنبې په ورځ د آلمان د کورنیو چارو وزیر زیهوفر د اتریش له صدراعظم سباستيان کورتڅ سره د مهاجرت موضوع په هکله ملاقات او بحثونه کړي دي. دغو دواړو مشرانو علاقه څرګنده کړې چې په اصطلاح د مهاجرو جنوبي لار به تړي ترڅو د مدیترانې له لارې شمالي اروپا ته د مهاجرو راتګ محدود کړل شي. تر دې وړاندې کورتڅ د مهاجرو له پاره د اتریش او آلمان پولو ته څیرمه د «ترانزیت مرکزونو» د جوړولو په هکله د زیهوفر د طرحې په هکله اندیښنه څرګنده کړې وه. هغه ويره لرله چې د دغه راز مرکزونو په جوړولو سره به زيات مهاجرین په اتریش کې پاته شي.

په دې ترتیب سره د آلمان د سیاسي ګوندونو ترمنځ تازه توافق به د اروپايي ټولنې له نورو هیوادونو سره د مهاجرت په برخه کې د میرکل د مذاکراتو په برخه کې ډیره مرسته وکړي. میرکل هیله لري چې د اروپايي ټولنې له ځينو هغو هیوادونو سره داسې یو توافق ته ورسیږي چې له مخې یې په دغو هیوادونو کې ثبت شوي مهاجر بیرته په چټکه توګه واستول شي. ځینې توافقات ښايي ډیر سخت وي د بیلګې په توګه هنګري او د چک جمهوریت لا له وړاندې له دغه راز تړون سره خپل مخالفت څرګند کړی دی.

زموږ له ارشيف څخه: