د آلمان تر ټولو ښکلې غوا مړه سوه
۱۳۹۸ آذر ۱۵, جمعهد آلمان د تر ټولو ښکلي غوا خاوند هينريک ويله د جمعې په ورځ د آلمان خبري آژانس ته ويلي دي چې دغه غوا چي تور او سپين ښايسه رنگ يي درلود، د دسمبر مياشتي پر دريمه نيټه د ۱۳ کلونو په عمر مړه سوې ده.
د هغه په خبره دا به سخته وي چي د هغې د آرام او ځانگړي کرکتر خصوصيات په يوې جملې کي بيان کړو. د نيدرزاکسن ايالت دغه مالدار زياته کړې ده چي که هغې ته په لنډ ډول د «Once in a Lifetime» (په ژوند کي يوواروار) لقب ورکړل سي، نو دا به تر ټولو ښه خبره وي. دا ډول غوا سړي په ژوند کي يو ځل ليدلای سي.
د په اصطلاح ليدي گاگا غوا، د ستيژ پر سر تگ ډير خوښاوه او غوښتل يي تل د پاملرني وړ وگرځي. هغې له ۲۰۱۳ کال راهيسي په پرله پسې ډول نندارې گټلي دي. دغې غوا، اته گلگي زيږولي چي وروستي يي د ۲۰۱۸م کال په سپتمبر کي وو.
هغې په خپل ټول ژوند کي تر ۱۲۵ زره ليتره زياتي شيدې ورکړي. مخکي له دې نورو رسنيو هم د هغې د مړيني خبر خپور کړی وو.