1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان او ایران تجارتي روابط ۵۰ سلنه کم سوي دي

۱۳۹۸ خرداد ۵, یکشنبه

پر ایران باندي د امریکا د سختو اقتصادي تعزیراتو له کبله د ۱۲۰ فعالو آلماني شرکتونو له ډلې څخه یوازي ۶۰ یې په دغه هیواد کي پاته دي. هندوستان هم نور نه غواړي چي له ایران څخه تیل وارد کړي.

https://p.dw.com/p/3J622
Deutschland Außenministertreffen zum iranischer Atomvertrag
انځور: picture-alliance/NurPhoto/E. Contini

پر ایران باندي د امريکا متحده ايالاتو سخت اقتصادي تعزیرات په مخ پر ډیریدونکي ډول سره د آلمان اقتصاد هم تر فشار لاندي راولي. د دې هیواد د صنایعو او تجارت خونې د بهرني اقتصاد د څانگي رییس فولکر ترایر، د آلمان خبري آژانس ته ویلي دي چي په ایران کي د  ۱۲۰ فعالو آلماني شرکتونو له جملې څخه یوازي ۶۰ یې په دغه هیواد کي پاته دي.

د هغه په خبره د کال په لومړیو درو میاشتو کي ایران ته د آلمان په صادراتو کي  د تیر کال په پرتله ۵۰ سلنه کموالی او له ایران څخه بیا جرمني ته په وارداتو کي ۴۲ فیصده کموالی راغلی دی.

ترایر زیاته کړه: «د امریکا سخت اقتصادي تعزیرات پر اقتصادي مناسباتو باندي ځکه اغیز کوي چې مالي سکتور [له تعزیراتو سره] مواجه دی.»

تیر عیسوي کال له ایران سره د اټومي تړون څخه د امریکا تر وتلو او په ځانګړې توګه د امریکا د نوو اقتصادي تعزیراتو تر لگیدلو وروسته، چي تر ټولو ډیر مالي او د انرژۍ سکټورونو ته متوجه دی، ايران د یوه نوي اقتصادي بحران سره مخامخ سوی دی. امریکایانو په دې وروستیو وختونو کي د ایران پر رهبرۍ باندي خپل فشار نور هم زیات کړی.

د ترایر په حواله د همدې ۲۰۱۹عیسوي کال د جنورۍ څخه تر مارچ میاشتي پوري ایران ته د جرمني صادرات یوازي څخه نا څه ۳۳۹ ملیونو یورو ته رسیدلي او ایران بیا د ۶۰ ملیونو یورو په ارزښت توکي جرمني ته صادر کړي دي.

دا هم په داسي حال کي ده چي په ۱۹۷۰ کلونو کي ايران له اروپا بهر، تر امریکا وروسته د آلماني صارداتو دویم لوی بازار وو. د صنایعو او تجارت خونې د ارقامو له مخې په ۲۰۱۸م کال کي ایران ته تر ټولو دمخه آلماني ماشینونه، تخنیکي سامان آلات، دارو درمل او برقي سامان آلات صادر سوي ول. ایران بیا په همدغه موده کی جرمني ته پِستې، خسته باب، معدني سوختي مواد، حیواني پوستکي، غالۍ، اوسپنه او فولاد صادر کړي دي.

په همدې حال کي بیا هندوستان هم د امریکا سختو اقتصادي تعزیراتو ته تسلیم  سوی او نور نه غواړي له ایران څخه تیل وارد کړي. په واشنگټن کي د هندوستان سفیر په همدې روانه میاشت کي له ایران څخه د تیلو د وراداتو د قطع کیدو خبر ورکړ او ویې ویل چي په اپریل میاشت کي یو میلیون ټنه اومه تیل د دغه هیواد څخه وروستي واردات ول.

(qs/ms (dpa