1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آسترالیا په ساحل کي د ۲۵۰ نهنګانو د ژغورني عملیات

۱۳۹۹ مهر ۱, سه‌شنبه

د آسترالیا د تاسماني ټاپو په ساحل کي په سلونو نهنګان بند پاته دي. لا معلومه نه ده چي له دغو نهنګانو څومره یې مړه سوي او یا هم ژوندي دي. د حیواناتو د حقونو فعالان د هغوی د ژغورني له پاره هلي ځلي کوي.

https://p.dw.com/p/3iqEd
Australien Wahle gestrandet in Tasmanien
انځور: Reuters

د تاسماني د چارواکو د معلوماتو له مخي دغه نهنګان د دوشنبې په ورځ د ریګو ساحل کي بند سول او د دغه ټاپو د غربي ساحل په یوه کوچني او کم نفوسه خلیج کي پیدا سول. د هغوی په خبره څه ناڅه ۲۵ نهنګان مړه سوي دي. د حیواناتو د حقونو فعالان هڅه کوي چي څه د پاسه نور ۲۵۰ نهنګان وژغوري.

د ژغورني دغو عملیاتو یوه مدیر نایک دیکا، ویلي دي چي د دغو نهنګانو دوې ډلي د تاسماني په غربي ساحل کي بند پاته سوي دي. دیکا د استراهان په ښارګوټي کي چي نوموړي سیمي ته نژدې پروت دی ویلی : «هغوی په اوبو کي دي او سخته ده چی ووایو څومره یې مړه دي او یا هم په کوم وضعیت کي قرار لري.»

Australien Wahle gestrandet in Tasmanien
انځور: Ryan Bloomfield/Reuters

په اوس وخت کي پولیس او کارپوهان په دغه خلیج کي حضور لري، څو حالت تر څیړني لاندي ونیسي. دیکا ویلي دي چي د مرستندویانو هدف دا دی چي د امکان تر حده په ډیر ژر وخت کي دغه نهنګان وژغوري.

دا چي هغوی  دقیقاً څه ډول نهنګان دي لا معلومه نه ده. خو د لومړنیو اټکلونو له مخي دا نهنګان ښایی د پیلوت له ډول څخه وي.

تاسماني ته د نهنګانو ډله ایز ننوتل یوه عادي خبره ده خو بیا هم په دغه اوسني شمیر کې هغوی د مکوایر په بندر کي نه ول لیدل سوي. په دا وروستیو کي یو کوهان لرونکی نهنګ د آسترالیا په شمال کي په یوه رود کي خپله لار ورکه کړې وه. د آسترالیایي رسنیو په حواله، دغه نهنګ ۱۷ ورځي د آسترالیا په شمال کي د کاکادو د ملی پارک په رود کي لامبو وکړه  او وروسته یې بیرته سمندرته لار وموندله.