1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د G20 په غونډه کې به پر کومو موضوعګانو بحث وشي؟

۱۳۹۷ آذر ۹, جمعه

په اصل کې باید د G20 غونډه پر ودې او بنسټونو باندې تمرکز وکړي، خو د جمال خاشقجي وژنه، د یمن جګړه، د امریکا او چین تجارتي جنجالونه او د روسیې او اوکراین شخړه به هم د غونډې د بحث له اصلي موضوعګانو څخه وي.

https://p.dw.com/p/39DD3
Buenos Aires  G20-Treffen Finanzminister
انځور: picture-alliance/dpa/G20-Argentina

نړیوال مشران د پنجشنبې په ورځ د ارجنتاین پلازمینې بوينس ایریس ته ورسیدل چې په سویلي امریکا کې ترسره کیدونکې لومړنۍ G20 غونډه کې برخه واخلي.

د G20 ډلې هیوادونو له پاره د بحث په درو مهمو موضوعګانو کې د کار راتلونکې، د ودې له پاره بنسټونه او پر باثباته خوراکي توکو باندي خبري شاملي دي. تجارت به هم د دې غونډي مهمه موضوع وي ځکه امریکا متحده ایالات، کاناډا او مکسیکو تر خپل منځ د تجارتي تړونونو د نهایي کولو په حال کې دي.

خو د نړۍ تر ټولو لوی اقتصادونه د بحث له پاره نوري موضوعګانې هم لري، ځکه ډیر نړیوال مشران د ځينو اوسنیو شخړو پړه یو پر بل اچوي.

د سعودي عربستان د ولیعهد له پاره پوښتنې

د سعودي عربستان ولیعهد به په استانبول کې د خپل هیواد په قنسلګري کې د جمال خاشقجي، تر وژل کیدو وروسته په لومړي ځل په یوه لويه نړیواله غونډه کې ګډون وکړي. تمه کیږي چې د بریتانيا لومړۍ وزیر تریسا مې، د روسيې ولسمشر ولادیمیر پوتین او فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون په ګډون به ځيني نړیوال مشران د سعودي له ولیعهد سره د خاشقجي د وژل کیدو په اړه خبرې وکړي. په غونډه کې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان، چې د خاشقجي د وژني په اړه يې پر سعودي سختي نیوکې کړې دي، هم حضور ولري.

تمه کیږي چې د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ، به هم له سعودي ولیعهد سره خبرې وکړي خو هغه د همدې میاشتې په پیل کې ویلي ول چې واشنګټن به د خاشقجي د وژل کیدو له کبله ریاض ته سزا ور نه کړي.

سعودي عربستان په وار وار سره ویلي دي چې پخپله ولیعهد د خاشقجي په وژنه کې ښکیل نه وو. پر دې سربیره تمه کیږي چې د یمن د جګړې له کبله هم د سعودي پر وليعهد سلمان باندې فشارونه راوړل شي. په يمن کې د بشري حقونو سازمانونو پر ولیعهد محمد ابن سلمان باندې د جنګي جنایتونو تورونه لګولي دي.

پوتین او اوکراین

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین به هم د اوکراین د شخړې له کبله تر نیوکو لاندې راشي. روسيې د یکشنبې په ورځ په آزوف سمندر کې پر درو اوکرایني کښتیو ډزې وکړې او له ۲۴ اوکرایني ځواکونو سره ونیولې. ترمپ بیا له پوتین سره خپله لیدنه یوازي څو ساعته وروسته تر هغه لغوه کړه چې خبریالانو ته یې ویلي ول چې له پوتین سره به خبري اترې وکړي.

د آلمان صدراعظمي انګلا میرکل، بیا روښانه کړې ده چې غواړي په دې اړه د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین څخه پوښتني وکړي. هغې د پنجشنبې په ورځ د اوکراین تجارتي جرګه ګۍ ته وویل: «موږ یوازې یو له بل سره د خبرو له لارې دا موضوع حلولی شو. د دغو ټولو شخړو له پاره کومه پوځي حل لار نه شته.»

امریکا متحده ایالات او سوداګري

د امریکا متحده ایالاتو له پاره به په G20 غونډه کې اصلي موضوع تجارت وي. تمه کیږي چې امریکا، مکسیکو او کاناډا به یو له بل سره یو درې اړخیز سوداګريز تړون وکړي چې د نفتا په نوم اوسني تړون بدیل به وي.

د ترمپ او د هغه د چینايي سیال شي جین پنګ، تر منځ هم ملاقات پلان شوي دي. امریکا متحده ایالاتو په روان کال کې پر چینایي توکو باندې د ۱۰ او ۲۰ سنله تر منځ گمرکي محصول وضع کړې چې ارزښت یې نزدې ۲۵۰ میلیارده ډالرو ته رسیږي. چین هم په بدل کې پر امریکایي توکو باندې محصول ډير کړی دی. خو که دواړه مشران یوه توافق ته و نه رسیږي نو د امریکا متحده ایالاتو گمرکي محصول لا پسې لوړیدای شي.

ms/nz (AFP, AP, dpa, Reuters)