1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

خیبر پښتونخوا کې بارانونو شپږ تنه وژلي

۱۳۹۸ فروردین ۲۱, چهارشنبه

د پاکستان د حکومتي چارواکو په وینا تیره شپه سخت ورښتونو چې له تیز باد سره مل وو، په خیبر پښتونخوا ایالات کې لږ تر لږه شپږ تنه وژلي او یو شمیر نور یې بیا ټپيان کړي.

https://p.dw.com/p/3GXLk
Pakistan Unwetter Überschwemmung
انځور: picture-alliance/dpa/A. Arbab

د اسوشیتد پرس خبري آژانس د رپوټ له مخې د خیبر پښتونخوا د طبیعي آفاتو ضد ادارې ویاند تیمور خان، د چهارشنبې په ورځ (د ۲۰۱۹م کال د اپریل لسمه) ویلي دي چې په دغه ایالت کې توپان یو شمیر کسان ټپیان کړي هم دي.

د هغه په خبره د سخت باران او توپان له کبله ډیر شمیر کورونو ته زیان اوښتی دی او په ځینو سیمو کې د څو ساعتونو له پاره بریښنا نه وه. د تیمور خان په وینا اوس وضعیت تر کنترول لاندې دی.

د نوموړي خبري آژانس د رپوټ له مخې په پاکستان کې موسمي ورښتونه په جولای میاشت کې پیلیږي چې د سیلابونو د راوتلو سبب هم ګرځي.

AP - SR - KH