1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

خيبر پښتونخوا: د مرمر ډبرو غر ښوېدو له وجې ۱۹ کسان وژل شوي

۱۳۹۹ شهریور ۱۸, سه‌شنبه

د خيبر پښتونخوا په مومند سيمه کې د مرمر ډبرو په يوه کان کې د رامنځته شوې پېښې له کبله د مړو شمير ۱۹ کسانو ته لوړ شوی دی. ويل شوي چې په دې کان کې په لسونه کارکوونکي لا بند پاتې دي.

https://p.dw.com/p/3i9WA
Kaschmir - Rohstoffabbau in Rubienenmiene
آرشيف انځورانځور: Getty Images/AFP/S. Qayyum

د مرمر ډبرو په دې کان کې د يوې سترې ډبرې د ښوېدو دا پېښه پرون دوشبنه (د سبتمبر ۷ نيټه) رامنځته شوې ده خو د ژغورنې او مرستې رسونې چارې له ډېرو ستونزو سره مخامخ دي. د خيبر پښتونخوا د چارواکو په حواله د ماربل يا مرمرو په دې کان کې د سپينو مرمرو يو لوې کمر پر کان کيندونکو رالویدلی دی. د سيمه ایزو پوليسو د مشر طارق حبیب په حواله دې کمر کان ته د داخليدو لاره بنده کړې ده. له همدې کبله کان کيندونکي څو ساعته په کان کې ايسار ول او يو شمير یې د مرمرو تر دې سترې ډبرې لاندې ول.

د ژغورونکې عملې يوه غړي بلال فيضي وويل چې تر څو ساعتو هلو ځلو وروسته له کان څخه د مړو او زخميانو په را ايستلو وتوانیدو. د مومندو د سيمې د ځايي ادارې مشر افتخار احمد مخکې ويلي ول چې ډېر کان کيندونکو اوس هم کان کې دي او د مړو د شمير د لوړیدو انديښنه موجوده ده.

Pakistan Mindestens 16 Tote bei Explosion in Kohlegrube
په پاکستان کې هر کال په کانونو کې د حادثو له کبله يو شمير کسان ژوند له لاسه ورکويانځور: Getty Images/AFP/B. Khan

د ماربلو دا کان د خيبر پښتونخوا د صافو په زيارت سيمه کې پروت دی. د چارواکو په حواله تر اوسه له دغه کان څخه ۱۹ جسدونه او ۶ ټپيان را ايستل شوي دي. د ژغورنې په کار کې د ستونزو له کبله د پوځ، ايف سي مليشې، پوليسو او ژغورنې د ادارو کارکوونکي گمارل شوي دي.

د پاکستان په بېلا بېلو سيمو کې د کارکوونکو له پاره کابو هیڅ حفاظتي اقدامات په نظر کې نه نيول کيږي چې له وجې یې د ډبرو سکرو، زمرد، مرمر او مالگې په کانونو کې تل دا ډول پېښې رامنځته کيږي او تقريباً هر کال کان کيندونکي او کارکوونکي ټپيان او يا وژل کيږي.

bs/sr (AFP)

زموږ له آرشيف څخه: