1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

خوست کې زرګونه خلک د بدن له تبې او ستوني درد څخه کړیږي

۱۳۹۹ خرداد ۱۶, جمعه

په خوست کې په وروستیو ورځو کې ګڼ خلک ناروغ شوې دي، ناروغانو د ډاکټرانو په معاینه خانو ګڼه ګوڼه جوړ کړي، چې دغه حالت سختې اندیښنې راپورته کړې دي.

https://p.dw.com/p/3dImp
Afghanistan | Coronavirus | Provinz Khost
په خوست کې د ناروغیو په ډريديو له کبله، د ډاکټرانو په کتنځيو کې د مراجعينو ګڼه ګوڼه ډيره شوې ده انځور: DW/F. Zahir

د تیرې اونۍ راهیسې په خوست کې زرګونه خلک له یو ډول ناروغۍ چې  نرۍ تبه او د ستوني درد لري کړیږي او دا ناروغان ورځ تر بلې لا ډيریږي.

په خوست ښار کې یوه ډاکټر محمد ولي شاه پکتین دویچه ویله ته وویل، د تیرې ورځې راهیسې یې تر ۱۲۰ ډیر داسې ناروغان په خپله معاینه خانه کې کتلي دي، چې تبه، دستونې درد او یو شمېرو یې زړه بدوالی درلود.

نوموړی وایي، د دې ترڅنګ په تېره اونۍ کې سلګونه کسانو په ټيلفون کي هم ورته د تبې او ستونې درد شکایت کړی او د درملنې طبي مشورې یې غوښتي.

هغه زیاتوي: « پرون مې تر ۷۰ ناروغان کتلي، چې نږدې ټولو یې تبه لرله، ستوني درد  او بې خوندۍ حس یې درلود. نن د جمعې ورځ هم تر ۵۰  ډير ورته ناروغان مي معاینه کړي. زه فکر کوم، نږدې ۷۰ سلنه خلک له نرمې تبې او ستونې درد څخه کړیږي».

د خوست مرکز متون یوه اوسیدونکي فرهادالله دویچه ویلې ته وویل، چې د تیرې یوې اونۍ راهیسې دستونې درد او نرمه تبه لري،  چې وجود یې ګرمښت پیدا کړی، عضلات یې کمزوري شوي او له امله یې ځان له کورنۍ ګوښه کړی، چې فکر کوي د کرونا په ویروس ککړ وي.

Afghanistan | Coronavirus | Provinz Khost
د تیرې اونۍ راهیسې په خوست کې زرګونه خلک له یو ډول ناروغۍ چې  نرۍ تبه او د ستوني درد لري کړیږي انځور: DW/F. Zahir

 نوموړی وایي:« نن مې څلورمه ورځ ده، چې ستونی مې وچ وچ کیږي او درد لري. لږ مې وجود هم ګرم دی او فکر کوم تبه لرم. په دویمه ورځ مې یو ملګري ډاکټر ته د مشورې لپاره زنګ وواهه، هغه راته وویل، خفیفه کرونا لرې، زنجبیل، چای او نور ماعیات وخوره، له کورنۍ او بچي دې ځان ګوښه کړه، همداسې مې وکړل، د کورنۍ غړو سره تماس نه لرم».

د خوست اسماعیل خېلو ولسوالۍ د حیدرخېلو سیمې اوسیدونکی حامد وایي، دی هم یوه هفته له  تبې او ستونې درد څخه وکړید، خو اوس مخ په ښه کیدو دی.

که څه هم په خوست کې خلک تر ننه کرونا جدي نه نیسي او ځانونه نه قرنطینوي، خو اوس له ډيرو خلکو سره د ستوني درد او تبې په لرلو اندیښنې پیدا شوې، چې د کرونا په ویروس به ککړ شوې وي، چې له همدې امله د ټیسټونو لپاره د کرونا ځانګړي روغتون ته د خلکو ورتګ هم ډیر شوی دی.

د خوست یو اوسیدونکی ملا محمدالله مهجور وایي، څو ورځې وړاندې چې یې د ستونې درلود، تبه ورته پیدا شوه د خولې خوند یې هم بد و، نو ځان یې په کور قرنطین او یو شمېر طبي سپارښتنې یې عملي کړې.

مهجور وایي: « څو ورځې وړاندې داسې وم، ذايقه مې خرابه وه، وجود مې درد کولو او داسې مې احساسوله چې ملاریا یم، یوازې پېناډول درمل او میوه جات خورم، اوس مخ په ښه کیدو یم او ښه روغتیا لرم».

Afghanistan | Coronavirus | Provinz Khost
چارواکی وايي چې خلکو په کوچني اختر کې قرنطین عملي نه کړ او د یوه او بل کور ته د مبارکیو لپاره ورغللانځور: DW/F. Zahir

په خوست ښار کې د یو شمېر داخله ناروغیو ډاکټرانو سره چې د دویچه ویله سیمه ییز خبریال خبرې وکړې، هغوی هم ویل چې په تېره اونۍ کې سلګونه ان زرګونه داسې کسان کلینیکونو ته ورغلي او یا ټیلفوني مشورې ترې اخیستي دي، چې تبه او د ستونې درلود یې درلود.

په همدې اونۍ کې خوست کې د کرونا تر دوه سوه ډیرې پیښې ثبت شوې دي، چې تېرو څو میاشتو په پرتله ډېرې دي. تازه د خوست عامې روغتیا رئیس او یو شمېر کارکوونکي یې هم د کرونا په ویروس ککړ شوې دي.

د خوست عامې روغتیا رئیس ډاکټر حبیب شاه انصاري دویچه ویله ته د ټیلفون په لیکه وویل، له اختر وروسته د خوست مرکزي روغتونونو، د ولسوالیو کلینیکونو او ټول خصوصي روغتیایي کلینیکونو ته ورتلوونکي ټول ناروغان د ستوني درد، تبې او وجود درد څخه شکایت لري. نوموړی وایي:« په کوچني اختر کې خلکو قرنطین عملي نه کړ، خلک د خپلوانو کره د یوه او بل کور ته د مبارکیو لپاره ورغلل، چې په خوست کې یې د کرونا ویروس د خپریدو جدي ګواښ پېښ کړی دی. موږ ویره لرو، چې ډېر زیات خلک به کرونا په ویروس ککړ شي».

د خوست عامې روغتیا رئیس وایي، د جمعې په ورځ یې له خوسته د ۱۰۶ ناروغانو سمپل لابراتوار ته لیږلي و، چې ۹۲ ټيسټونه مثبت شوې دي.

Afghanistan | Coronavirus | Provinz Khost
دا په داسې حال کې ده، چې لا هم خوست کې د کرونا څخه د مخنیوي لپاره خلک قرنطین نه عملي کويانځور: DW/F. Zahir

ښاغلی انصاري زیاتوي، چې د ده په ګډون د لسو روغتیایي کارکوونکو د کرونا ټیسټونه هم مثبت شوې دي، چې څلور یې د کرونا لپاره ځانګړي شوي پنځوس بستریز روغتون نرسان، یو اداري مدیر او څلور د ولایتي ملکي روغتون نرسان دي.

دا په داسې حال کې ده، چې لا هم خوست کې د کرونا څخه د مخنیوي لپاره خلک قرنطین نه عملي کوي، ودونو او جنازو کې ډله ییز ګډون کوي، دغه راز د جمعې لمونځونه بې له فاصلي ترسره کیږي او ترڅنګ یې خلکو ښار کې هم ګڼه ګونه نه ده کمه کړي.

خبریال: فریدالله ظاهر- خوست

پر ورته موضوع له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: