خوست: په اختر کې د لوی او کوچني په لاس کې وسلې
په افغانستان کې ډېر کله خلک د خوښۍ ورځې هم د وسلو په ډزو سره لمانځي. اخترونه چې مذهبي ورځې دي، خلک په دې ورځو کې هم لوی او کوچنۍ وسلې په لاس کي خوشالۍ کوي او آن چي ماشومانو ته هم پلاسټيکي وسلې اخلي.
وسلو سره خوشالي
د اختر په ورځو کې غټان او کشران وسلې په لاس خوشالۍ کوي. آن تر دې چې ماشومانو ته هم پلاسټيکي وسلې اخلي.
وسلو سره علاقه
په افغانستان کې ډېر کله داسې شوي چې خلک خپلې د خوښۍ ورځې د وسلو په ډزو سره لمانځي.
د جګړې تمثيل
داسې هم کیږي، چې کله نا کله د پلاستيکي وسلو په ساچمو او پټاکیو ماشومانو ته زیان ورسیږي.
ښه ګټه
پلاستيکي وسلې د مينوالو په لرلو، د دوکاندارانو له پاره د ښې ګټې شی هم دی.
پلاستيکي او اصلي وسلې
څرنګه چې د اختر په ورځو کې ماشومان پر پلاستيکي وسلو خپل ساعت تيروي، ځينې لویان هم د اصلي وسلو په ډزو سره اختر لمانځي.
خوست کې د پلاستيکي وسلو يو دوکان
د خوست د اسماعیل خېلو ولسوالۍ یو اوسیدونکی عرفان الله وايي چې د دوی په سیمه کې د يو ماشوم په لاس کې پټاکۍ وچاوديده چې نژدې وو د لاس ګوتې يې له منځه يوسي.
د جګړې اغیز
نه يوازې په خوست بلکې د افغانستان په نورو ولایتونو کې هم د اختر په ورځو کې د پلاستيکي وسلو د لوبو رواج شته. وسلو سره د ماشومانو شناخت، په افغانستان کې د څلورو لسيزو جګړو يو اغیز دی.
د اصلي وسلو په ډيزاين
ډيری پلاستيکي وسلې د اصلي وسلو په ډيزاين جوړيږي. ماشومان هم تر ټولو هغه پلاستيکي وسله خوښوي چې اصلي هغې ته ډير ورته والی ولري.
مخالفتونه
ډير افغانان بر خلاف د هوايي ډزو او پلاستيکي وسلو سره مخالفت هم لري. کارپوهان وایي، له هغو کسانو سره دې امنیتي ارګانونه جدي چلند وکړي، چې د اخترخوښۍ په خلکو غمجنې او اندیښمنې کوي.