1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونه

خوست: پر واده برید کې ۲۳ کسان ټپیان شوي

۱۳۹۸ بهمن ۶, یکشنبه

د خوست عليشېرو ولسوالۍ کې د يوه واده پر مراسمو د لاسي بمونو برید شوی چې له امله یې ۲۳ کسان ټپیان شوې دي.

https://p.dw.com/p/3WpR9
Afghanistan Verletzter nach Bombenangriff
انځور: DW/F. Zahir

د خوست امنیه قوماندان مل پاسوال سيد احمد بابازوی دویچه ویله ته وویل چې دا پېښه تېره  شپه ۹ بجې د علیشېرو ولسوالۍ د تیریزیو سیمې په کلي کې هغه  مهال رامنځته شوې، چې کلیوالو ځوانانو او خپلوانو د واده خوښي لمانځله.

نوموړی وایي، دوه لاسي بمونه ورغورځول شوې دي، چې له امله یې ۲۲ ملکي کسان ټپیان شوې دي.

بابازوی وایي: «د واده پر مراسمو د بمونو په وسیله برید شوی، پولیسو عاجل د کومکي او متون بابا روغتونونو ته ټپیان انتقال کړي دي او ټپیانو ته پولیسو وینه هم ورکړې ده.»

د سیمې اوسیدونکي وایي، د یوه کلیوال واده په شپه د کلي ځوانانو خوښي کوله، چې له دغې پېښې سره مخ شول.

په پېښه کې یو ټپي، عزیزالرحمن وایي: «زموږ کلي کې د واده مراسم وو، ډېر ځوانان راټول شوې وو، چې دا چاودنې وشوې، بد حال و، ډېر کسان ټپیان شول.»

د خوست عامې روغتیا رئیس حبیب شاه انصاري وایي، له دې پېښې ۲۳ ټپیان د خوست روغتونونو ته وروړل شوې دي، چې د دریو ټپیانو روغتیایي حالت د اندیښنې وړ دی.

تر اوسه چا د دې برید مسؤلیت پرغاړه نه دی اخیستی.

فریدالله ظاهر- خوست