1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

خلیلزاد په پاکستان کې د افغانستان د سولې په لټه کې

۱۳۹۸ آبان ۷, سه‌شنبه

د افغانستان د سولې له پاره د امريکا متحدو ايالاتو ځانگړی استازی زلمی خليلزاد، د سه شنبې په ورځ په پاکستان کې پاتې شو او انتظار کیږي چې د پاکستان د پوځ له مشر سره وويني.

https://p.dw.com/p/3S7RR
USA Zalmay Khalilzad Washington
انځور: AFP/J. Watson

ځانگړي استازي زلمي خليلزاد د دوشنبې په ورځ (د ۲۰۱۹ م کال د اکتوبر ۲۸ نیټه) د پاکستان له لومړي وزير عمران خان سره ليدلي ول. خليلزاد په داسې حال کې د افغانستان د ۱۸ کلنې جگړې د ختمولو د هلو ځلو په ترڅ کې په پاکستان کې دی چې د امريکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ تر اوسه له طالبانو سره په ناڅاپي ډول د لغوه شويو خبرو اترو د بيرته پېليدو له پاره ليوالتيا نه ده څرگنده کړې.

انتظار کيږي چې خليلزاد به په اسلام آباد کې د پاکستان د پوځ د مشر سره وگوري.

د پاکستان چارواکي هڅه کوي چې د طالبانو او امريکا متحده ایالاتو ترمنځ هغه خبرې اترې چې د سپتمبر میاشتې په سر کې د ولسمشر دونالد ترمپ له خوا لغوه شوې وې، بیرته پېل شي. د ترمپ دغه پريکړه په کابل کې د يو لړ خونړيو پېښو وروسته اعلان شوه چې پر نورو سربيره پکښې يو امريکايي عسکر هم وژل شوی وو.

د پاکستان لومړي وزير عمران خان، د دوشنبې په ورځ له زلمي خليلزاد سره د خبرو اترو پر وخت د افغانستان په جگړه کې پر ښکيلو ټولو اړخونو د تاوتريخوالي د کمولو غږ وکړ.

د ملگرو ملتونو په حواله په افغانستان کې په دې وروستيو مياشتو کې ملکي تلفات ډېر شوي چې پړه یې پر دواړو لورو يعني پر طالبانو او امريکايي او افغان امنيتي ځواکونو اچول کیږي. په روان ميلادي کال کې تر اوسه تر ۸۰۰۰ زياتو ملکيانو ته تلفات اوښتي دي. 

د روان کال په سر کې د ملگرو ملتونو په يوه رپوټ کې په لومړي ځل ويل شوي وو چې د افغان او امريکايي ځواکونو بريدونو تر طالبانو زيات ملکيان وژلي دي. 

عمران خان په يوه اعلاميه کې ویلي چې «ټول اړخونو بايد په افغانستان کې د تاوتريخوالي د کمولو له پاره عملي گامونه پورته کړي.»

په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر وياند سهيل شاهين، د شنبې په ورځ ويلي ول چې که چېرې ولسمشر ترمپ له طالبانو سره هغه تړون چې ترمپ «مړ» اعلان کړی وو، لاسليک کړي نو لومړی به د امريکاي او ناټو ځواکونو سره اوربند وشي او ورپسې به د افغان امنيتي ځواکونو سره د خبرو اترو له لارې اوربند رامنځته شي.

شاهين زياته کړې وه: «که چېرې امريکا متحده ایالات د خبرو اترو ميز ته ستانه شي او تړون لاسليک کړي نو اوربند به وشي او تاوتريخوالی به کم شي.»

زلمي خليلزاد تر پاکستان د مخه افغانستان ته سفر کړی وو او هلته یې له ولسمشر محمد اشرف غني سره چې د هر هغه ډول خبرو اترو سخت مخالفت کوي چې مشرتوب یې افغان حکومت نه کوي، ليدلي ول.

تر دې مخه خليلزاد په مسکو کې د چينايي او روسي استازو سره ليدلي ول او اوس له پاکستاني چارواکو سره په ليده کاته بوخت دی.

 bs/ms (ap)