خليلزاد او عبدالله د سولې پر موضوع ملاقات وکړ
۱۳۹۹ اسفند ۱۱, دوشنبهد افغانستان د سولي پروسې له پاره د امريکا متحده ايالاتو ځانگړی استازی، زلمي خليلزاد د خپل ماموريت تر تمديد وروسته په لومړي ځل کابل ته سفر وکړ. د امريکا متحده ايالاتو د ولسمشرۍ په ټاکنو کي د جو بايدن تر بريا وروسته نوي ادارې د خليلزاد ماموريت تمديد کړی.
افغانستان ته د زلمي خليلزاد سفر د افغانستان د سولي په تړاو مذاکراتو له پاره د نوموړي د نوو سفرونو د لړۍ پېل دی. هغه به د افغانستان تر څنګ قطر او د سيمي نورو هيوادونو ته هم سفر وکړي.
د ملي مصالحې عالي شورا په يوه خپره سوې اعلاميه کي ويلي چي د دغې شورا رئيس، عبدالله عبدالله د دوشنبې په ورځ (د ۲۰۲۱ کال د مارچ لومړۍ نېټه) په کابل کي له خليلزاد سره وليدل.
په اعلاميه کي راغلي دي چي عبدالله او خليلزاد د افغانستان په تړاو د سولي د مذاکراتو پر بېلابېلو اړخونو خبري وکړې. زياته سوې چي په دې ترڅ کي د امريکا متحده ايالاتو او طالبانو تر منځ پر تفاهم ليک، د سولي د خبرو اترو پر تسريع، په دوحه کي د خبرو اترو د بيا پيلولو او په افغانستان کي د تاوتريخوالي د زياتېدلو پر موضوعاتو خبري وسوې.
د امريکا متحده ايالاتو د باندنيو چارو وزارت ويلي دي چي په پام کي ده چي زلمی خليلزاد به په افغانستان کي د لوړپوړو چارواکو سره تر ليدنو وروسته د سيمي اړونده هيوادونو ته سفرونه وکړي او په دوحه کي به د طالبانو له استازو سره وګوري.
ش.ا./ا.ا./ن.ز.