1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

خادم حسین رضوي مړ شو، هغه څوک وو؟

۱۳۹۹ آبان ۳۰, جمعه

د تحریک لبیک پاکستان سخت دریځه ډلې مشر خادم حسین رضوي چې په روانه اوونۍ کې یې په زرونو پلویانو په اسلام آباد کې د فرانسې ضد احتجاجونه وکړل، تیره شپه په لاهور کې مړ شوی دی.

https://p.dw.com/p/3lbsb
Pakistan Khadim Hussain Rizvi, Tehrik-e-Labaik-Partei in Lahore
انځور: Reuters/M. Raza

د اسوشتید پرس خبري آژانس د رپوټ له مخې د خادم حسین رضوي ویاند او په لاهور کې د روغتون ډاکټر ویلي دي چې هغه د کرونا ویروس ناروغۍ ته ورته علایم درلودل خو تېست یې نه وو شوی. هغه د لاهور په شیخ زاهد پوهنتون کې مړ شوی دی.

د ډاکټر سلمان احمد، په خبره هغه له څو ورځو راهیسې تبه درلوده او د پنجشنبې په ورځ یې تنفسي ستونزه سخته شوې وه. ځیني ځایي رسنیو د زړه د دریدو له کبله د هغه د مړیني خبر ورکړی دی.

خادم حسین رضوی څوک وو؟

خادم حسین رضوي چې سخت دریځه مذهبي مشر بلل کیده د ۲۰۱۷م کال په نومبر میاشت کې په پاکستاني رسنیو او سیاسي ډګر کې هغه مهال مطرح شو چې د «توهین رسالت» په قانون کې د تعدیل راوستلو ضد احتجاجونو کې یې ونډه لرله.

خادم حسین رضوي چې په ۱۹۶۶م کال کې د پنجاب ایالت د اټک په سیمه کې زیږیدلی وو، تر دې دمخه د پنجاب ایالت د ګورنر سلمان تاثیر د قاتل چې په پولیسو کې یې دنده درلوده د ملاتړ په برخه کې ډیر فعاله وو. هغه د جهلم اړونده مدرسو کې مذهبي زده کړې کړې وې او په سیاست کې د ورګډیدو دمخه د لاهور د اوقاف ادارې له خوا د یوه مسجد خطیب وو.

رضوي د بریلوي فرقې سره تړاو درلود او د مذهب او د اسلام پیغمبر ته د توهین پیښو پر ضد احتجاجونو کې تل لیدل کیدی.

تحریک لبیک پاکستان، د تحریک لبیک یا رسول الله یوه سیاسي څانګه ده چې په ۲۰۱۶م کال کې جوړه شوه. دا هغه کال وو چې د پنجاب ایالت د ګورنر د قاتل چې د هغه خپل ساتونکی وو د اعدام سزا تطبیق شوې وه.

په ۲۰۱۸م کال کې تر ټاکنو لږ دمخه تحریک لبیک پاکستان، د اسلام آباد په فیض آباد کې هم ۲۱ ورځنی احتجاجي کړی وو. هغه مهال د مسلم لیګ ن، ګوند د حکومت له خوا د هغه مهال د عدلیې وزیر له ګوښه کیدو وروسته دغه احتجاج پای ته ورسېد.

د پاکستان په ټولنیزو رسنیو کې د هغه د مړیني په هکله بیلابیل بحثونه ادامه لري.