«حکومت باید په ټاکنیزو اصلاحاتو کې بیړه وکړي»
۱۳۹۳ اسفند ۲۱, پنجشنبه
د دغه شبکې په وینا د انتخاباتو کمېسیون د اوسني تشکیل سره د پارلماني ټاکنو تر سره کیدل ممکن نه دي.
د «اکسین» شبکه له ۱۵۳ انتخاباتي نهادونه څخه جوړه ده چې د انتخاباتو د مسایلو په هکله فعالیت کوي. دغه نهادونه د راتلونکو پارلماني ټاکنو چې د قانون له مخې باید په راتلونکي لمریز کال کې تر سره شي، په هکله جدي انديښمن دي.
دغه نهادونه پر دې باندي ټینگار کوي چې د ټاکنیزو اصلاحاتو په رامنځ ته کولو سره د ناکامو او بدنامو ټاکنه مخه ونیوله شي.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله په ټاکنیزو کمېسیونونو کې د اصلاحاتو راوستلو ژمنه کړې وه. خو د ملي یووالي حکومت تر جوړېدو پنځه میاشتي وروسته هم د دغو اصلاحاتو کوم څرک نه ښکاري.
په داسې حال کې چې انتخاباتي نهادونه په ټاکنیزو کمېسیونونو کې پر اصلاحاتو راوستلو ټینگار کوي، د ټاکنو خپلواک کمېسیون مسئولانو ویلي دي چې د هغوی د گوښه کولو هر ډول اقدام به غیر قانوني وي.
د هغوی په وینا دا ځکه چې قانون ورته پر دغو پستونو د نورو پنځو کلونو د پاتېدو اجازه ورکوي. خو انتخاباتي نهادونه بیا وایي چې ولسمشر کولای شي په یوه تقنیني فرمان سره د ټاکنو کمېسیون کمېشنران گوښه کړي.
د اکسین شبکې یوې غړي صغرا سعادت، د پنجشنبې په ورځ (۲۰۱۵م کال د مارچ ۱۲مه) په کابل په يوه کنفرانس کې د انتخاباتو په هکله وویل: «یو پخپله د کمېسیون تشکیلات دي چې خلک پرې ډیر باور نه لري او هغه ارزوني او سروې گانې چې موږ تر سره کړي دي دا پکښې موندل شوې ده چې زیاتره خلک په کمېسیونونو کې د افرادو د تغیر غوښتونکي دي.»
بله خوا هغو هيوادونو چي د افغانستان په انتخاباتو کي مرستي کولې، اوس ويلي دي چې که په ټاکنیزو کمېسیونونو کې اصلاحات را نه شي، نو د افغانستان له پارلماني ټاکنو سره به مالي مرستې و نه کړي.
د انتخاباتي نهادونو په وینا د ۲۰۱۴م کال د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د پراخو درغلیو له کبله انتخاباتي کمېسیونونو خپل اعتبار له لاسه ورکړی دی او په وینا یې که چیري پارلماني ټاکنې د کمېسیونونو د اوسني تشکیل له مخې تر سره شي، ښایي په ټاکنو کې څوک گډون و نه کړي.