حکمتيار: سولي ته تيار يم
۱۳۹۰ دی ۲۶, دوشنبهحکمتيار په داسي حال کي سولي ته خپل چمتوالی اعلانوي چي په روانه مياشت کي طالبانو په ناڅاپي ډول اعلان وکړ چي له امريکا سره په قطر کي د يوه سياسي دفتر د پرنيستلو په اړه لومړنۍ موافقې ته رسيدلي دي.
ګلبدين حکمتيار ويلي دي چي د هغه حزب لا پخوا د کابل او واشنګټن له دولتونو سره خبري کړي دي. هغه زياته کړې ده: «موږ د کابل او واشنګټن سره څو واري خبري کړي دي خو تر اوسه پوري مو له هغوی څخه د منلو يو واضح پلان نه دئ تر لاسه کړی.»
ګلبدين زياته کړې ده: «افغان حکومت واک نه لري او متحده ايالات داسي يو پلان چي افغانانو او مجاهدينو ته د منلو وړ وي په لاس کي نه لري.»
حکمتيار ويلي دي چي په افغانستان د سولي پرسر هره موافقه بايد له افغانستان څخه د ټولو بهرنيو ځواکونو وتل او د دغه هيواد خپلواکي تضمين کړي.
دا په داسي حال کي ده چي د ولسمشر وياند ايمل فيضي، شاوخوا دوې اوونۍ مخکي د فرانسې خبري اژانس ته ويلي ول چي د حزب اسلامي ځينو استازو په کابل کي له ولسمشر سره په یوې ښې فضا کي ليدلي ول. د فيضي په خبره د دې ليدني پايلي ښې وې.
د ولسمشر کرزي د دفتر يوه چارواکي ويلي دي چي د حزب اسلامي پلاوي له ولسمشر کرزي سره تر ليدو وروسته د امريکايي چارواکو سره هم کتلي دي.
آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکي: نجيب الله زيارمل