1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

حوثي یاغیانو اوربند ته چمتووالی ښوولی

۱۳۹۷ آبان ۲۸, دوشنبه

ملګرو ملتونو د یمن کړکیچ تر ټولو سخت بللی دی. داسې ښکاري چې نړیوال فشار د کړکیچ پر ښکیلو اړخونو احتمالا اغیز لرلی وي. د حوثي یاغیانو یوې اعلاميي ځینې هیلي راپيدا کړي دي.

https://p.dw.com/p/38Tya
Jemen | Huthi Rebellen
انځور: Getty Images/AFP/M. Huwais

حوثي یاغیانو په یوه اعلامیه کې ویلي دي چې دوی به د یمن پر حکومت او د هغوی د متحدینو سعودي عربستان او متحده عربي آماراتو پر وړاندې د بې پیلوټه الوتکو او توغندیدو بریدونه ودروي.

د یاغیانو انقلابي کمیټې په اعلامیه کې راغلي دي چې په دې سره دوی د ملګرو ملتونو غوښتنې ته غبرګون ښيي. دوی ويلي دي چې د بریدونو درول د ښه نیت له کبله کوي.

شیعه حوثي یاغیانو یوه هر اړخیزه اوربند ته چمتووالی ښوولی که چیري د سعودي عربستان په مشرۍ پوځي اتحاد هم سوله غواړي. دغه پوځي اتحاد په وروستیو کې د یمن د حدیده بندري ښار چې د حوثیانو له لوري کنترولیږي، پر وړاندې پوځي عملیات ودرول.

بې شمیره قربانیان

په دغه عربي هیواد کې د کورنۍ جګړې له پیلیدو څلور کاله تیریږيږ په زرونو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی او په سونو زره له خپلو ټاټوبو بې ځایه شوي دي. ملګري ملتونه په یمن کې د سختې لوږې په هکله خبرداری ورکوي.

په تیرو وختونو کې یاغیانو د سعودي عربستان پر لور هم توغندي توغولی وو. هغوی دغه بریدونه د پوځي اتحاد له لوري پر ښوونځیو، بازارونو او روغتونونو باندې د تر سره شوو بمباریو غچ اخیستل یادول.

دغه پوځي اتحاد د وسلو او استخباراتي معلوماتو په ترلاسه کولو سره د لویدیځ هیوادونو له ملاتړه برخمن دی. خو په تیرو ورځو کې د سعودي عربستان متحدینو لکه امریکا متحده ایالاتو د جګړې د ختمولو غوښتنه کړې ده.

په استانبول کې د سعودي عربستان د منتقد خبریال جمال خاشقجي تر وژل کیدو وروسته پر سعودي عربستان باندې نړیوال فشارونه مخ پر زیاتیدو دي. جمال خاشقجي په استانبول کې د سعودي عربستان په قونسلګرۍ کې ووژل شو.

احتمالي سوله؟

د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی مارتین ګریفیتس، په روان میلادي کال کې د سولې د خبرو اترو د تر سره کیدو هیله څرګنده کړې. د هغه په خبره دغه خبرې به په سویډن کې تر سره شي. هدف د یوه مؤقت حکومت تر واکمنۍ لاندې د سولې د تړون په هکله یوه اساسي توافق ته رسیدل دي. په دې هکله لومړنۍ هڅه په ستمبر میاشت کې ناکامه شوې وه، ځکه چې حوثي یاغیانو په دغې غونډه کې ګډون و نه کړ. 
زموږ له آرشیف څخه: