1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

حوثي ياغيانو بيا د سعودي يو هوايي ډگر ويشتلی

۱۳۹۸ تیر ۳, دوشنبه

د يمن حوثي ياغيانو بيا د سعودي عربستان يو هوايي ډگر په توغندی ويشتلی دی. دا په تيرو لسو ورځو کي دوهم وار دی چي پر دغه هوايي ډگر د توغندی بريد کيږي.

https://p.dw.com/p/3KyG4
Saudi Arabien Flughafen von Abha
انځور: Reuters/F. al Nasser

د حوثي ياغيانو پر ضد د سعودي عربستان په مشرتوب ائتلاف د سعودي د دولتي تلويزيون له لاري ويلي دي چي د ابها پر هوايي ډگر د حوثي ياغيانو په بريد کي يو سوريايی وژل سوی او اوه ملکيان ټپيان سوي دي.

د حوثي ياغيانو يوه پلويي تلويزيون «المسيره» بيا ويلي دي چي پر جازان هوايي ډگر هم د بې پيلوټه الوتکي بريد سوی دی.

نژدې يوه نيمه اوونۍ مخکي هم د ابها پر هوايي ډگر باندي د توغنديو په برید کي ۲۶ ملکيان ټپيان سوي ول.

د يمن کورنۍ جگړه په سيمه کي د دوو ستر قدرتونو سعودي عربستان او ايران نيابتي جگړه بلل کيږي.

N.Z/S.R(AFP)