1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

حماس له اسرائيلو سره د اوربند اعلان کړی

۱۳۹۸ فروردین ۶, سه‌شنبه

پر اسرائيلو تر سختو توغندیزو بريدونو او د اسرائيلو له خوا پر غزې تراډې تر بمباريو وروسته حماس د مصر په منځگړيتوب د رامنځته شوي اوربند خبر ورکړی. خو دغه اوربند لا د اسرائيلو له خوا تائيد شوی نه دی.

https://p.dw.com/p/3Ff6j
Palästina | Israelischer Luftangriff auf Gaza Stadt
انځور: picture-alliance/A.A. Alkahlout

د اسرائيلو او فلسطنيانو ترمنځ دا تازه ترنگلتيا د دوشنبې په سهار (۲۰۱۹م کال د مارچ ۲۵ نيټه) له غزې تراډې څخه تر يوه توغندیز بريد وروسته رامنځته شوې. دغه توغندی د تل ابيب په شمال کې پر يوه کور لگيدلی وو. د روغتون د معلوماتو پر اساس په دې ترڅ کې اووه کسان ټپيان شوي دي چې درې یې ماشومان دي.

نتنياهو د «قوي» ځواب اعلان وکړ

اسرائيلو د بريد پړه په غزه کې پر حاکمې تندلاري ډلي حماس اچولې ده، خو حماس بيا ويلي دي چې له دې بريد سره هيڅ ډول تړاو نه لري. د حماس ډلي وياند فوزي بهروم له فرانسې خبري آژانس سره په خبرو کې ويلي دي چې حماس له اسرائيلو سره ښکيلیدو ته هیڅ ليوالتيا نه لري.

تر دې وروسته حماس له اسرائيلو سره اوربند اعلان کړ چې دا بايد سملاسي عملي شي. وياند زياته کړه چې د مصر په منځگړتوب اوربند په رامنځته کولو توانيدلي دي، خو اسرائيلو تر اوسه پر دې څرگندونو تبصره نه ده کړې.

په غزه کې د حماس مقر سخت اغیزمن شوی

د هاوان د دغه بريد د غچ اخيستنې په موخه د اسرائيلو هوايي ځواک په فلسطيني سيمو کې ځيني هدفونه په نخښه کړل. د اسرائيلو د امنيتي کړيو په حواله په دې بريدونو کې د حماس ډلې د مشر اسماعيل هنيه دفتر هم په نخښه شوی دی.

فلسطيني رسنيو هم په خپلو رپوټونو کې ويلي دي چې جنگي الوتکو په غزه ښار کې د هغه پر دفتر بريدونه کړي دي. خو انسانانو ته د زيان رسيدو په اړه خبره نه ده شوې. تر دې مخکي هم په غزه کې هوايي بريدونو د حماس دوې ودانۍ ويجاړې کړې وې.

Israel Raketenbeschuss aus dem Gazastreifen
له غزه تراډې څخه د اسرائيلو پر لور توغول شوي توغنديانځور: Reuters/A. Cohen

وسله والو فلسطينيانو د دوشنبې په ماښام هم د اسرائيلو پر سرحدي سيمو يو شمير توغندي توغولي دي. د اسرائيلو پوځ ويلي دي چې د غزې تراډې په شا او خوا کې پرتو ډېرو سيمو کې هم د هوايي بمبار څخه خبرداری ورکړل شوی وو. د رسنيو په حواله په سرحدي ښار سديروت کې يو کور لگېدلی دی.

حماس او د اسلامي جهاد ډلې بيا د دې ځوابي بريدونو پړه منلې ده او ويلي يې دي چې دا بريدونه یې د اسرائيلو د پوځ د چلن په غبرگون کې کړي دي. دا چې دا بريدونه په يو اړخيزه توگه د اعلان شوي اوربند ترمخه شوي، لا روښانه نه ده.

م.م. او آلمان له احتياط څخه د کار اخيستو غږ کړی

د ملگرو ملتونو عمومي منشي انتونيو گوتيرش په منځني ختیځ کې پر تازه ترنگلتيا انديښنه څرگنده کړې ده. هغه پر اسرائيلو د هاوان بريد وغانده او پر دواړو اړخونو یې له احتياط څخه د کار اخيستو غږ وکړ.

ورته څرگندونې د آلمان حکومت هم کړي دي. د بهرنيو چارو وزارت يوه وياند له «يوه داسې وضعيت څخه چې کنترول یې وار د واره سختيږي» خبرداری ورکړی دی.

B.S/N.Z (afp, rtr, dpa)

زموږ له آرشيف څخه: