1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آیا په سیاست کې د پروپاګندا کارول ټولنو ته زیانونه لري؟ 

۱۴۰۰ دی ۲۶, یکشنبه

د نړۍ په سطحه سیاستوال، د دې له پاره چې د نورو خلکو فکرونه او اعمال ېې د خپلو غوښتنو مطابق برابر کړي وي له پروپاګند څخه کار اخلی. خو د اروپايي پارلمان یوه څیړنه وايي دا کیدای شي په ټولنو کې د قانون حاکمیت ته جدي ګواښ وي.

https://p.dw.com/p/45bIl
Fakt oder Fake Symbolbild
انځور: S. Ziese/blickwinkel/picture alliance

فليپينۍ ژورنالیستې، ماریا ریسا، د دې له پاره چې د دغه هیواد د حکومت د پروپاګند او درواغو خپرلو پر وړاندې يې مبارزه وکړه، ورته د ۲۰۲۱م کال د سولې نوبل جايزه ورکړل شوه. د مانیلا حکومت د چالاکيو پر بنا وروستۍ کړنې هم د دغه امر یو ثبوت دی چې ښيي د پروپاګند کارول، اوس وخت په ټوله دنیا کې یوه دوامداره ستونزه ده.

سیاستوال د دې له پاره چې خلکو ته خپل اعمال مثبت او پلانونه يې ګټور ښودلي او دې سره ېې د هغوی ملاتړ ترلاسه کړی وي، له پروپاګند څخه کار اخلي.

په دې برخه کې يوه لویه بيلګه په ۲۰۰۳م کال کې پر عراق د امریکا متحده ایالاتو پوځي حمله ده. هغه وخت د امریکا حکومت پر عراق د حملې په تړاو د امریکايي اتباعو د قانع کولو له پاره داسې دلایل بیان کړل چې هغوی ټول يې ګمراه کړل.

که چیرته د نازيانو دورې ته نظر واچوو هلته هم موندلی شو چې نازیانو له پروپاګند څخه د وسلې په توګه کار اخیستلی او له دې لارې يې د آلمان په ولس کې يوه خاصه ايديالوژي يا نظریه ترويج کړې وه.

په اوسني عصر کې حکومتونه خپل د پروپاګند ماشین په نهایت دقیق شکل د ټولنیزو رسنیو له لارې چلوي. د بيلګې په توګه د ميټاني کمپنۍ چې مخکینی نوم يې فیسبوک دی، په وروستیو کې موندل شوې ده چې دغې کمپنۍ په نیکاراګوا کې د چارواکو له خوا د غلطو معلوماتو پر اساس په لاره اچولی یو لوی کمپاین ناکام کړ. سر بیره پر دې، د نیکاراګوا ولسمشر، دانیل اورتیګا، د خپلو بریاو او د مخالفانو د بدنامولو په خاطر  د تیرو درو کلونو په جریان کې له ګڼو انترنيټي ويب سايټونو او د ټولنیزو رسنیو له اکاونټونو څخه کار اخیستلی دی.

د تیرکال په سپتمبر کې ټولنیزې رسنۍ يوټيوب، د روسيې پخوانۍ رسنۍ آر تي دوه خبري چینلونه بلاک کړل. علت يې دا وو چې دغو چینلونو د کرونا ویروس په تړاو غلط معلومات خپاره کول. دا په داسې حال کې ده چې آر ټي، په عمومي شکل د روسیې حکومت د پروپاګندا دستګاه په توګه پيژندل کيږي. د آکسفورد پوهنتون دوو محققانو په یو تازه تحقیق کې موندلې ده چې د دغې روسي نشراتي ادارې یوه ځانګړې اجنډا دا ده تر څو غربي رسنۍ د درواغجنو رسنیو په توګه معرفي کړي.

پروپاګند څنګه جوړيږي او عملي کيږي؟ په دې هکله دویچه ویله د پروپاګند د چارو له يو متخصص پاریس روبنسن سره مرکه کړې، هغه وايي: «په ۲۰۰۳ کال کې د واشنګتن حکومت په عراق کې په پریمانه اندازه وژونکو وسلو د موجودیت په اړه تبلیغات وکړل او دغه موضوع يې ډيره زیاته خطرناکه وښودله.» خو روبنسن وايي چې په نهایت کې په عراق کې هيڅ کله هم په پراخه کچه وژونکې وسلې ونه موندل شوې. دا په داسې حال کې چې سي آی اې په عراق کې د دا ډول وسلو د موجودیت له پاره د پروپاګند له لارې غلط معلومات او انځورونه هم خپاره کړل تر څو يې هغه خلکو ته د ریښتیا په توګه ثابت کړي وي.

حکومتونه او سیاستوال د دې له پاره چې خپلو اهدافو ته رسيدلي او خپل کارونه يې مثبت ښودلی وي له پروپاګند څخه استفاده کوي. په دې معنی چې پروپاګند ټول واقعیت نه وي، په داسې حال کې چې د پروپاګندا شناخت هم اسانه کار نه دی.

د اروپايي پارلمان یوه تحقیق دا ثابته کړې چې د پروپاګند قانون حاکمیت، کیدای شي په ټولنو کې د قانون حاکمیت، دیموکراسي او د مدنی حقونو له پاره جدي ګواښ وي.

د روبنسن په خبره د پروپاګندا کارول يوازې په روسیه، چین او د شمالی کوريا په څيره هیوادونو کې نه بلکې په ټوله نړۍ کې کيږي. هغه وايي: «زما په فکر موږ د حکومتونو د پروپاګند له ستونزو سره مخ یو او په دې برخه کې ستونزه دا ده چې موږ د پروپاګند په شناخت نشو کولی.»

له «نیو کاستل» پوهنتون څخه، فلوریان سولمان هم ورته نظر لري او وايي چې «پروپاګند کیدای شي په جرمني او امریکا کې هم وي.»

خو د حکومتونو له خوا د پروپاګندونو کارول، کومه نوې خبره یا نوې پدیده نه ده، بلکې دا د وخت او حالاتو سره سم ادامه لري.

د سیاسي پروپاګندا د چارو کارپوهان وايي چې پروپاګند اکثره تر ډيره بریده په نرم او په داسې شکل وي چې کولی شي خلک تر خپل تاثیر لاندې راولي، خو د دې باوجود د پيژندلو طریقې يې شته. له هغو ډلو څخه د چیک لیست لاندې بيلګې ګټورې ثابته شوي دي:

1-       څنګه کولای شو جعلي خبرونه وپيژنو؟

2-        د تصویرونو په رد و بدل کولو او ایدیت کولو سره جوړ انځورونه څنګه پيژندلی شو؟

3-       د ټولنیزو رسنیو جعلي پاڼې، انترنيتي اتومات روبوټونه او ترولونه څنګه پيژندلی شو؟

 کاترین ویسولوفسکي/ک.م./م.م./م.ک.ص./ا.ا.