1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

حسن روحاني د خليج له پاره د سولې پلان وړاندې کړی

۱۳۹۸ مهر ۴, پنجشنبه

د امريکا متحده ایالاتو او ايران ترمنځ کشمکش دوام لري: په داسې حال کې چې ولسمشر دونالد ترمپ بندیزونه لا پسې کلک کړي دي، د ایران ولسمشر حسن روحاني په نيويارک کې د خليج سيمې له پاره د سولې يو پلان وړاندې کړی دی.

https://p.dw.com/p/3QGvb
USA Hassan Rohani spricht vor der UN-Vollversammlung
انځور: Reuters/C. Allegri

د ايران ولسمشر حسن روحاني د ملگرو ملتونو په عمومي اسامبلۍ کې د سولې د هغه ابتکار په اړه معلومات وړاندې کړل چې نوموړي اعلان کړی وو.

هغه په نيويارک کې په خپله وينا کې د خليج پر ټولو هېوادونو غږ وکړ چې د فارس خليج د تر ټولو مهمې لاري هورمز تنگي شخړه په گډه حل کړي. خو روحاني په دې ترڅ کې امريکا متحده ايالات ياد نه کړل.

د روحاني د پلان هدف دادی چې د سيمې ټول هيوادونه د خارجي مداخلې پرته بايد د دې زمينه برابره کړي چې شخړې یې حل شي. هغه وويل: «موږ په خپلو کې سره گاونډيان يوو نه د امريکا متحده ايالاتو.»

هغه وويل چې امريکا په افغانستان، سوريه او عراق کې ناکامه شوې ده. روحاني زياته کړه: «داسې يو حکومت د دې وړتيا نه لري چې د اوسني وخت پیچلې ستونزې حل کړای شي.»

د بنديزونو تر فشار لاندې مذاکرات

ولسمشر روحاني وويل چې تر څو چې پر ايران بندیزونه لگيدلي وي، تر هغه به له دونالد ترمپ سره خبرې ونه کړي. هغه وويل: «له داسې يوه دښمن سره به خبرې ونه کړو چې هڅه کوي ايران د فشار او بنديزونو د وسلې له لارې پر گونډو کيدو ته مجبوره کړي.»

روحاني په خپله وينا کې د امريکا حکومت د سختو بندیزونو په وجه «جنايتکار» وباله چې د بې رحمانه اقتصادي ترهگرۍ مسئوليت پر غاړه لري. په عين وخت کې نوموړي دا هم روښانه کړه چې د خليج وضعيت څومره جدي دی: «زموږ سيمه په يوه سخت ناوړه حالت کې ده او يوه کوچنۍ سهوه د يوه ستر اور لامل گرځيدلی شي.»

ترمپ د ملگرو ملتونو په عمومي اسامبلۍ کې د وينا پر وخت د ايران په اړه  نسبتاً معتدله لهجه وکاروله
ترمپ د ملگرو ملتونو په عمومي اسامبلۍ کې د وينا پر وخت د ايران په اړه نسبتاً معتدله لهجه وکارولهانځور: picture-alliance/AP Photo/E. Vucci

روحاني زياته کړه چې که امريکا رښتيا مذاکراتو ته ليواله وای، نو لومړی به یې نړیوال اتومي تړون بيرته منلی او بندیزونه لغوه کړي وای. هغه خبرداری ورکړ: «د ايران صبر هم حد لري.» نوموړي په دې اړه شک څرگند کړی، چې گني امريکا متحده ايالات له ايران سره خبرو ته په جدي توگه چمتو ده.

روحاني وويل: «موږ د هغو کسانو له خوا د مذاکراتو پر بلنه باور نه شو کولی چې ادعا کوي چې  زموږ د ملت د عزت او سوکالۍ پر ضد یې د تاريخ تر ټولو سخت بندیزونه لگولي دي.» هغه وويل: «د ایران ملت به دا جنايت هيڅکله هیر نه کړي او نه به يې وبخښي.»

د ايران او امريکا ترمنځ مستقیم مذاکرات د روحاني تر دې وينا وروسته اوس غیر احتمالي بريښي. ترمپ د سه شنبې په ورځ د عمومي بحث پر وخت بل ډول اشارې کړې وې. که څه هم هغه ايران په نزدې ختیځ کې د گډوډې له پاره گرم بللی وو، خو په ټولیزه توگه یې لهجه له بل هر وخت څخه معتدله وه. هغه وويل: «امريکا د هغو ټولو اړخونو سره دوستۍ ته چمتو ده چې په رښتيا سولې او درناوي ته ليوال وي.» هغه زياته کړه: «موږ شريکان غواړو نه مخالفين.»

نوي بندیزونه

خو د هغه حکومت د چهار شنبې په ورځ پر هغه چينايي شرکتونه چې له ايران څخه تيل واردوي، نوي بندیزونه ولگول. د امريکا متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو وویل چې شرکتونه او مشرتابه یې د تيلو پر تجارت د امريکا له بندیز څخه د سرغړونې له پاره جزايي شوي. چين چې له څو مياشتو راهيسې له امريکا سره په يوه تجارتي شخړه کې ښکيل دی، د ایران د تیلو تر ټولو مهم واردوونکی بلل کيږي.

د آلمان د بهرنيو چارو وزير هايکو ماس د روحاني تر وينا مخکې ټينگار وکړ چې روحاني او ترمپ دې ژر تر ژره سره وگوري. هغه ويلي ول چې دی هيله لري چې دغه ليده کاته دې آن د ملگرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ په ترڅ کې روانه اوونۍ ترسره شي.

ترمپ که څه هم چې په دې وروستيو کې په څو ځلي بې له مخکنيو شرطه له روحاني سره ملاقات ته چمتووالی ښوولی وو خو د سعودي عربستان د تیلو پر تاسيساتو تر بريدونو وروسته یې خپله خبره بيرته اخيسته وه. خو په نيويارک کې اوس هم د ايران او امريکا ترمنځ د لانجې د شدت د کمولو له پاره هلې ځلې روانې دي.   

BS/NZ (DPA, AFP) 

زموږ له آرشيف څخه: