1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جي۲۰: سوداګریزي شخړي د نړیوالي هوساینې مخه نیسي

۱۳۹۷ مرداد ۱, دوشنبه

د جي۲۰ د مالیې وزیرانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره غوښتي چې اقتصاد ته د زیان رسوونکو سوداګریزو شخړو پر ځای دې، هیوادونه سره خبرې وکړي. په وروستیو وختونو کې د امریکا، چین او اروپایي تولنې تر منځ سوداګریز اختلافات ډیر شوي.

https://p.dw.com/p/31v0e
Buenos Aires G20 Finanzminister + Zentralbanken Treffen
انځور: picture-alliance/dpa/Maxppp

د جي۲۰ د مالیې وزیرانو د یکشنبې په ورځ ګواښ وکړ چې «سختې تجارتي او جیوپالیتیکې شخړې» د نړیوالې سوکالي پر ضد یو جدي ګواښ دی. د نړۍ د شلو پیاوړو اقتصادي هیوادونو د مالیې وزیرانو دغه څرګندونې د ارجنتاین په پلازمینه بوينس ایریس کې تر دوې ورځنۍ غونډې وروسته وکړې.

د مالیې وزیرانو ټینګار وکړ چې «خبرو اترو او اقداماتو ته اړتیا شته چې ګواښونه را کم او اعتماد ډیر کړي».

د غونډې په جریان کې د آلمان د مالیې وزیر اولاف شولڅ، له رسنیو سره په خبرو کې وویل: «سوداګریزې شخړې یوه مهمه موضوع ده او دلته به هم په بحثونه کې نقش ولري. له همدې کبله زه او نور غواړو له دې موقع څخه په استفادې سره د قوانیونو پر اساس ولاړ، عادلانه او آزاد تجارت له پاره تبلیغ وکړو او ووایو چې آزاد تجارت د هغو پالیسو په پرتله چې یوازې د کورنیو محصولاتو ساتنه کوي، بهتره دی.»

که څه هم په اعلامیه کې د امریکا متحدو ایالاتو نوم نه دی اخیستل شوی، خو د امریکا او چین تر منځ سوداګریزو شخړو چې په پایله کې يې دواړو هیوادونو یو د بل پر محصولاتو باندې لوړې ګمرکي تعرفې وضع کړي دي، په وروستیو وختونو کې په نړۍ کې تاوده بحثونه راپارولي دي. امریکا او چین چې په ترتیب سره د نړۍ لومړی او دویم لوی اقتصادونه دي، په دې موده کې د یو د بل پر محصولاتو باندې تر اوسه پوري د ۳۴ میلیاردو ډالرو په ارزښت لوړې ګمرکي تعرفې وضع کړي دي.

د امریکا متحدو ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ، د جمعې په ورځ یو ځل بیا ګواښ وکړ چې که چین په خپلو ځینو پالیسیو کې بدلون را نه ولي نو د دې هیواد پر نورو محصولاتو باندې به هم لوړې ګمرکي تعرفې وضع کړي. ترمپ د بیلګې په توګه په چین کې بهرنیو پانګوالو ته د اسانتياوو برابرولو ته اشاره کړې ده. په چین کې بهرنۍ کمپنۍ له ډیرو ستونزو سره کولای شي چې په مارکیټ کې خپل ځای ومومي.

د امریکا متحدو ایالاتو د خزانې وزیر ستیو منوچین، وویل چې هغه په دې غونډه کې له خپل چینایي سیال سره بنیادي خبرې اترې نه دي لرلي. هغه زیاته کړه چې که چین وغواړي چې له واشنګټن سره مذاکرې وکړي، نو دی دې کار ته چمتو دی.

امریکا متحدو ایالاتو نه یوازې پر چین، بلکي پر اروپايي هیوادونو باندې هم لوړې ګمرکي تعرفې وضع کړي دي. ترمپ په وروستیو وختونو کې خپل هیواد ته له اروپا څخه د فولادو او المونیمو پر وارداتو باندې لوړې ګمرکي تعرفې وضع کړې. ترمپ ویلي دي چې هغه د موټرو پر برزو باندې د لوړو ګمرکي تعرفو وضع کولو په اړه هم فکر کوي. له دې سره به اروپايي ټولنه او جاپان ډیر زیانمن شي.

اروپايي ټولني هم د ترمپ د اقداماتو په بدل کې پر یو شمیر امريکايي محصولاتو باندي چې پکښې کاوبای پتلونونه او موټرسایکلونه شامل دي، لوړې ګمرکي تعرفې وضع کړې دي.

په عین حال کې امریکا له کانادا سره هم سوداګریزې ستونزې لري. خو ویل شوي دي چې د امریکا د خزانې وزیر د جي ۲۰ له غونډې څخه په استفادې سره، اروپايي ټولنې او جاپان ته د آزادې سوداګري وړاندیزونه کړي دي چې چین تر فشار لاندې راولي.

ms/zn (AFP, Reuters)