1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جي۲۰ سرمشریزه: له اختلافاتو ډک یو کنفرانس

۱۳۹۶ تیر ۱۴, چهارشنبه

د روانې جولای میاشتې پر اومه او اتمه د نړۍ ۲۰ ستر صنعتي هیوادونه د آلمان په همبورګ ښار کې سره راټوليږي. د دې غونډي جنجالي اړخ په ملي او نړیوالو مسايلو کې د ګډونوالو مختلف موقفونه لیدل شوي.

https://p.dw.com/p/2fu3l
Italien G7-Gipfel auf Sizilien
انځور: picture alliance/dpa/M. Kappeler

د آلمان صدراعظمې انګلا ميرکل د خپلې ۱۲ کلنۍ کاري دورې په ترڅ کې دې ته ورته ډېر کنفرانسونه تیر کړي او د ځینو همغږي يې پر خپله غاړه وه. په ۲۰۰۷م کال کې د بالتیک سمندر ته څیرمه د آلمان په هالیګندام ښار کې ميرکل د جي ۸ په نوم اتو سترو صنتعي هیوادونو د یوې بلې سرمشریزې او بیا په ۲۰۱۵م کال کې د جي ۷ صنعتي هیوادونو د مشرانو کوربه وه. اوس، د المان د هامبورګ ښار د دې ناستې کوربتوب کوي چې پکې د نړۍ د ۲۰ پرمختللو او د پرمختګ په حال کې د صنعتي هیوادونو مشران تر یوه چت یعنې د جي ۲۰ سرمشریې په نامه ناستې کې سره راټولیږي.

داسې ښکاري چې د آلمان په هامبورګ ښار کې ترسره کیدونکې، د صنعتي هیوادونو د مشرانو دغه سرمشریزه به د نورو سرمشریزو په پرتله توپير ولري. تر دې پروګرام مخکې، انګلا ميرکل د دې سرمشریزې د ممکنه ننګونو په هکله ویلي ول: «سږکال به د جي ۲۰ په نامه د صنعتي هیوادونو او یا صنعت ته د رسیدو په حال کې هیوادونو سرمشریزه له نویو ننګونو سره ترسره شي. زه یوازې د څو ننګونو یادونه کوم او هغه: ترهګري، د اقلیم بدلون او له داخلي تولیداتوملاتړ دی.» هغه وايي چې په داسې حال کې چې نړۍ د بدلون په حال کې ده او ټوله نړۍ یو له بل څخه لیري شوي هم دي، پر دغو ټولو موضوعګانو به بحث وشي.

درې غښتلي کسان

په لومړي نظر کې د دونالد ترمپ، ولادمیر پوتین او رجب طیب اردوغان یا د امریکا متحدو ایالاتو، روسیې او ترکیې ولسمشرانو ترمنځ اختلافات ترسترګو کیږي. په دې ناسته کې به دغه ټول مشران سره راټول شي او له شک پرته به هر یو د خپل هیواد پرملي ګټو ټینګار په پام کې لري. اردوغان به په آلمان کې له خپل وخت څخه ډیره ګټه اخیستنه په پام کې ولري. د دې ترڅنګ، په آلمان کې میشت ترکانو ته وینا هم د هغه د پروګرامونو برخه ده. سربیره پر دې چې آلمان د دې پروګرام د عملي کولو په برخه کې موافقت نه دی ښوولی، خو ولیدل شي چې اردوغان به دغه ممنوعیت ومني او که خپل پروګرام ته به ادامه ورکړي.

د نقشې پر مخ د نړۍ شل صنعتي هیوادونه

بل لوري ته بیا ترمپ غواړي چې له دې ناستې څخه له خپل روسي سیال یعني پوتین سره د کتنې له پاره هم ګټه پورته کړي. د دې دواړو مشرانو ترمنځ د خبرو کولو له پاره ډیرې نا حل شوې موضوعګانې پاتې دي. د بیلګې په توګه د اوکراین کړکیچ، د سوریې جګړه، پر روسیه باندې بندیزونه او د امریکا متحدو ایالاتو په ولسمشریزو ټاکنو کې د روسیې نفوذ هغه موضوع ګانې دي چې ښايي دواړه مشران به پرې خبرې او بحث وکړي. د امریکا متحده ایالاتو د ملي امنیت له سلاکار، مک مستر څخه اوریدل کیږي چې ولسمشر ترمپ غواړي چې د غرب او روسیې ترمنځ «رغوونکې اړیکې» پراختیا ومومي.

د اقلیم بدلون په هکله د نظرونو اختلاف

ترمپ دا فکر هم کړی چې ښايي د جي ۲۰ په سرمشریزه کې به پر نورو مسایلو هم خبرې وشي. له ټولو مهمه، ترمپ غواړي چې د نړۍ په کچه د فولادو د لوړ ظرفیت پروړاندې ودریږي او د فولادو د تولید پر محدودیت ټینګار وکړي. دا طبیعي ده چې ترمپ به د اقلیم بدلون په هکله د پاریس د توافق په هکله تر خپل پخواني موقف ان یو مليمتر هم پر شا نه شي. نوموړي مخکې، تل ویلي ول چې «کار، فابریکې او له امریکايي کارګرو» به ملاتړ وکړي. ترمپ همدا راز «ټینګار» کړی وو چې د دې کارونو په کولو سره د ویاړ احساس کوي.

د آلمان صدراعظمې انګلا ميرکل د دې سرمشریزې د پیچلوالي په هکله داسې څرګندونې وکړې: «موږ د همبورګ له ناستې څخه د ساده خبرو اترو هیله نه لرو. د نظرونو اختلاف ډیر څرګند دی او دا به هم منصفانه نه وي چې که چیرته موږ خپل ځانونه سپین وښيو. له شک او تردید پرته، زه نه غواړم چې دغه کار وکړم.»

په عین وخت کې له بل پلوه ميرکل او ترمپ هم نه غواړي چې په منځ کې یې کوم خنډ او درز رامنځته شي. د آلمان صدراعظمې ميرکل همداراز ټینګار وکړ چې «موږ پر دې کار کوو چې له یوې خوا د اقلیم په هکله د پاریس د توافقنامې په هکله خپل موقف روښانه کړو او هغه دا چې موږ یې ملاتړ کوو. خو له بل لوري موږ پر دې هم کار کوو چې د حل یوه ګډه لار پیدا کړو.»

اقتصادي موضوعګانې د اجندا په سر کې

د دې له پاره چې د جي ۲۰ سرمشریزې اساس په نړیواله کچه اقتصادي همکاري جوړوي، دا هم طبیعي ده چې د دې ناستې د اجندا په سر کې مالي سیاست او اقتصادي موضوع ګانې هم ګډون ولري. له بل لوري بیا د آزادې سوداګرۍ موضوع په دې سرمشریزه کې ډیر اساسي رول ولوبوي. ميرکل په دې هکله د خپل نظر د اختلاف په هکله وويل: «زه په دې باور یم چې په سوداګرۍ کې ملاتړ د حل لار نه ده. دا کار ټولو اړخونو ته زیان رسوي. په همدې اساس موږ د آزاد بازار سیستم ته اړتیا لرو او زما هدف دا دی چې د جي ۲۰ په سرمشریزه کې د آزادې سوداګرۍ او د هغه پر ضد د انزوا د سیاست په هکله ښکاره سیګنال ورکړل شي.

د جې۲۰ غونډې تر مخه مېرکل د افریقایي هیوادونو له مشرانو سره هم یوه غونډه کړې وه
انځور: picture-alliance/dpa/K. Nietfeld

په عین وخت کې د جي ۲۰ سرمشریزې د بحث یوه مهمه موضوع له افریقا سره د مرستو د دوام ده. پر دې سربیر، په دې ناسته کې باید د افریقا د دوامداره پرمختګ په هکله د ملګرو ملتونو د ۲۰۳۰م کال د اجندا پر سر هم بحث او خبرې وشي. په دې هکله د آلمان صدراعظمې وویل چې: «موږ د جي ۲۰ سرمشریزې له خپلو ملګرو سره په ګډه غواړو چې د خپلو تعهداتو د عملي کولو په هکله د مشرتابه رول په لاس کې واخلو. د بیلګې په توګه موږ د جي ۲۰ د سرمشریزې له غړو څخه د دوی د کړنو د راپور په هکله تعهد ترلاسه کړو.

د جي ۲۰ په نامه په دې سرمشریزه کې ټاکل شوې چې له ۶۵ هیوادونو څخه څلور زره او ۸۰۰ خبرایالان د دې پروګرام د پوښښ له پاره خپل نومونه ثبت کړي دي. ټوله نړۍ انتظار باسي چې د همبورګ دغه دوه ورځنۍ سرمشریزه څه لاسته راوړنې لري. د دې سرمشریزې د پایلو په هکله انګلا ميرکل داسې وویل: «زه د جي ۲۰ له سرمشریزې داسې تمه لرم چې د ې ناستې ټول ۲۰ صنعتي او د صنعت په درشل کې هیوادونه به د نړۍ په هکله د خپلو مسئولیتونو د درک او مسئولیت منلو په هکله ټولو ته یو ګډ غښتلی سیګنال ولیږي. ميرکل همدا راز زیاته کړه چې هیوادونه یوازې په ګډه کولای شي چې په چټکی او اغیزمنه توګه اقدام وکړي.