1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جو بايدن کماله هيرس د مرستيالې ولسمشري په توگه ټاکلې

۱۳۹۹ مرداد ۲۲, چهارشنبه

د امريکا ولسمشرۍ ته د ديموکرات گوند کاندید جو بايدن د کاليفورنيا څخه سناتوره کماله هیرس د مرستيالې ولسمشرۍ په توگه ټاکلې ده. دا لومړی ځل دی چې د امريکا په تاريخ کې د دې مقام له پاره يوه تورپوسته ښځه نومول شوې ده.

https://p.dw.com/p/3gpXf
US-POLITICS-CUSTOMS AND BORDER-HEARING
انځور: Getty Images/AFP/A. Drago

په امريکا متحده ایالاتو کې په نومبر میاشت کې د ترسره کيدونکو  ولسمشریزو ټاکنو له پاره د ديموکراتانو کانديد جو بايدن د مرستيالې ولسمشرې په توگه د کماله هیرس د نوم په اعلانولو سره يوه بې ساري پريکړې کړې ده. هغه د امريکا په تاريخ کې لومړی تورپوسته او اسيايي الاصله امريکايي ميرمن ده چې د دې مقام له پاره نومول شوې ده.

جو بایدن د خبر د اعلانولو پر وخت وويل: «زه ډېر وياړم چې دا اعلان کوم چې کماله هیرس مې خپله ملگرې وټاکله. په ټاکنیزه مبارزه کې به هغه د دې معمولي سړي له پاره پرته له ویرې مبارزه وکړي. هغه يوه ډیره ښه دولتي ماموره وه.»

کماله هیرس د بايدن د زوی بيو بایدن نزدې ملگرې بلل کیږي چې د ديلاوير لوې څارنوال وو. په همدې موده کې کماله هیرس په کليفورنيا کې پر همدې دنده په کار بوخته وه. د ۵۵ کلنې کماله مور په خټه هندوستانۍ ده او پلار یې په جمايکا کې زيږيدلی وو. کماله هیرس تر دې دمخه خپله د گوند له خوا د ولسمشرۍ څوکۍ ته د کاندیدو په سيالۍ کې هم شامله وه او تر يو حده یې محبوبيت هم لاره.

په دغه سيالۍ کې د هغې سخته مقابله د جو بایدن سره وه. په دې ترڅ کې هغې پر بايدن څو ځله سختې نیوکې هم کړې وې. خو کله چې هغې د تيرکال په دسمبر مياشت کې وليدل چې جو بايدن ترې ډېر مخکې دی نو له دې سيالۍ څخه یې ځان جلا کړ او د نوموړي د ملاتړ اعلان یې وکړ او تر اوسه ورسره ده.

جو بايدن په خپل يوه تويت کې ليکلي، کله چې کماله هیرس د لوېې څارنوالې په توگه په دنده بوخته وه نو د ده له زوی بيو سره به ېې گډ کار کاوه. «ما وليدل چې هغوی څرنگه د سترو بانکونو پر وړاندې مبارزه وکړه، کارگر قشر یې را مخکې کړ او د ښځو او ماشومانو له حقونو څخه یې دفاع وکړه. ما چې څرنگه هغه وخت پر دې وياړ کاوه نن پرې هم په دې مبارزه کې د خپلې دوستې په توگه ویاړم.»

جوبایدن غواړي د امریکا مسلمانان راجذب کړي

کماله هیرس هم د جو بايدن د پريکړې هرکلی وکړ او ويې ویل چې هغه وياړي چې د جو بايدن په ډله کې شامله شوه او د امکان تر حده به هڅه وکړي چې بايدن په ولسمشريزو ټاکنو کې بریالي شي. هغې وويل: «دا چې جو بايدن ټول عمر د امريکايي وگړو له پاره مبارزه کړې، نو هغه د خلکو د متحدولو وړتيا لري. د ولسمشر په توگه به هغه امريکا له نوي سره داسې ورغوي چې زموږ د نظرياتو سره به سمون ولري.»

په امريکا کې به د نومبر پر دريمه نیټ رایې اچونه ترسره شي چې د برحاله ولسمشر دونالد ترمپ په مقابل کې به د ديموکراتانو له خوا جو بايدن له هغه سره سيالي وکړي. که چیرې ۷۷ کلن جو بایدن بريالی شي نو کماله هیرس به یې د مرستیالې دنده ترلاسه کړي او په دې توگه به هغه د امريکا لومړۍ ښځينه مرستياله ولسمشره وي.

د ترمپ حيرانتيا

ولسمشر ترمپ د جو بايدن پر دې پريکړه حیرانتيا ښوولې ده. هغه وويل چې د نوماندۍ په سيالۍ کې له پخواني مرستيال ولسمشر بايدن سره د کماله برخورد د سپکاوي ډک وو. نوموړي له رسنيو سره په خبرو کې وويل: «له جو بايدن سره د هغې رويه له توهين ډکه وه او څوک چې دومره سپکاوی وکړي نو د دې مقام له پاره یې ټاکل ډېر مشکل کار دی.»

اوباما او کلنتن د هیرس ملاتړ کړی

خو پخواني ولسمشر بارک اوباما بيا د بايدن د دې پريکړې هرکلی کړی دی او ويلي یې دي چې دا یې د هېواد له پاره يوه ښه خبره ده. هغه وويل: «هیرس د دې کار له پاره په بشپړه توگه چمتو ده. اوس موږ هغه بايد بریالۍ کړو.»

هیلري کلنتن هم د بایدن پريکړه ستايلې ده او په خپل يوه تويت کې یې ليکلي دي: «د يوې دولتي مامورې په توگه هغې لا مخکي دا ثابته کړې ده چې يوه رهبره ده. او زه پوهيږم چې هغه به د بايدن يوه ځواکمنه ملگرې ثابتيږي.»

راتلونکې اوونۍ به د ديموکرات گوند ملي کنوانسيون ترسره شي چې په هغه به بايدن او کماله هیرس دواړه ويناوې کوي او په رسمي توگه به اعلانيږي چې په راتلونکو ټاکنو کې د ديموکرات گوند له خوا دغه دوه کانديدان د ترمپ مقابله کوي. دا چې د کرونا وبا ښه په زرو کې ده نو دغه کنوانسيون به په آنلاين بڼه ترسره کیږي. 

bs/nz (AP, Reuters, AFP)