1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له خپلې پيشو او موټر سايکل سره د نړۍ سفر

۱۴۰۰ مرداد ۱۴, پنجشنبه

له ورځني ژوند څخه جلا کيدل او په يوه غېر عادي مسير د نړۍ د سفر پريکړه آلماني ځوان مارتين کلاکاو څلور کاله دمخه وکړه. په دې سفر کي د هغه د موګلي په نامه پيشو يې ملګرتیا کوي.

https://p.dw.com/p/3yapY
Indien | Weltenbummler Martin Klauka mit Katze Mogli
انځور: Martin Klauka/dpa/picture alliance

مارتين کلاکاو کابو څلور کاله پخوا خپل سفر له يو موټر سايکل او د خپلي «موګلي» په نامه پېشۍ سره د آلمان له بایرن ايالت د روزنهایم له ښار څخه پيل کړ. دغه آلماني ځوان او د سفر ملګري «موګلي» اوس مهال په هندوستان کې د هماليا د غرونو لمنې ته رسیدلي دي.

مارتين کلاکاو د آلمان له خبري آژانس سره په خبرو کې ويلي: »ما غوښتل ډيره موده سفر وکړم او وګورم چې نړۍ د يو سړي له پاره څه په لاس کې لري.«

هغه خپل دغه سفرته د بالکان، ترکیه، دوبۍ، ايران او نورو هېوادونو له لارې د هندوستان په لور دوام ورکړ. دغه ۳۵ کلن آلماني هند ته د کرونا پانديمي لوړ بحران کې رسیدلې وو، خو د ده په خبره هغه سيمې چې ډيرې کرونا ځپلې وې، هلته يې له ورتلو څخه ډډه کړې.

Indien | Weltenbummler Martin Klauka mit Katze Mogli
انځور: Martin Klauka/dpa/picture alliance

د همالیا غره په لمنه کې مارتین کاوکا له خپل موټر سایکل سره

آيا د هغه پيشو موګلي هم د ټولې نړۍ  له سفر څخه خوند اخیسته؟ مارتین کلاوکا وويل چې ښايي د هغې دا سفر نه خوښيږي خو پرته له دې هغه بل څه نه پيژني.« هغه د خپلو خبرو په دوام کي وویل:«کوښښ کوي چې پيشي يې ځان خوندي احساس کړي» په هغه حالت کي بيا نه تښتی. خو هغه هم خپل د ورځې يو پروګرام لري.« مارتين کلاوکا د خپلي پيشو د آرام له پاره پر خپل موټرسايکل يو هوا کش هم نصب کړي.

کلاوکا د خپل دغه سفر په هکله يو کتاب هم ليکلی. خپل عادي ژوند ته بیرته راګرزيدل د ځان له پاره له تصور څخه لري ګڼي. هغه د دې پوښتنې په ځواب کې چې خپل دغه سفر څرنګه تمويلوي، وويل چې د خپل کتاب د پلورولو له درکه د لاسته راوړل شويو پېسو، له لنډ مهاله کارونو او د خپلو دوستانو، د کورنۍ په مالي ملاتړ او دغه راز له خپلې سپما څخه کولي شي د ټولې نړۍ د ليدو خپل دغه خوب په حقيقت بدل کړي.