1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جنرال دوستم نن له ترکيې کابل ته ستنيږي

۱۳۹۷ تیر ۳۱, یکشنبه

تمه ده چې د افغانستان د ولسمشر اشرف غني لومړی مرستيال عبدالرشيد دوستم نن له ترکيې څخه کابل ته ستون شي. دوستم د څه باندې يو کال راهيسې له کله نه چې د احمد ايشچي له خوا ورباندې د بد چلند ادعا وشوه ترکيه کې اوسي.

https://p.dw.com/p/31sNI
Afghanistan Portät Abdul Rashid Dostum
انځور: picture-alliance/dpa

افغان چارواکي وايي چې د افغانستان د ازبيک قوم ځواکمن مشر او پخوانی جنګسالار عبدالرشيد دوستم به نن يکشنبه د جولای ۲۲مه له ترکيې څخه کابل ته پرواز وکړي. دوستم د هغو کسانو په نوملړ کې چې په افغانستان کې د بشري حقونو د نقض له قضیو سره تړاو لري، پيژندل شوی دی.

افغان چارواکي وايي د ولسمشرۍ لومړي مرستيال د بيرته راستنيدو له پاره د لوړپوړو چارواکو له خوا د ښه راغلاست ځانګړي مراسم په نظر کې نيول شوي دي.

د دوستم يوه وياند جمال ناصر فرهمند د فرانسې خبري آژانس ته وويل: «د جنرال دوستم حامل طياره به نن له غرمې وروسته په څلورو بجو د کابل په هوايي ډګر کې ناسته وکړي.»

افغانستان ته د دوستم بيرته ستنيدل، د هغه د پلويانو له غوښتنو څخه يوه ده کوم چې د څو اوونیو راهيسې يې د فارياب او جوزجان په ګډون د افغانستان په ځينو شمالي ولايتونو کې لاريونونه په لاره اچولي دي.

دغه لاريونونه وروسته له هغې پيل شول چې په فارياب ولایت کې د جنرال دوستم يو سيمييز قوماندان نظام الدين قيصاري د حکومتي ځواکونو له خوا ونيول شو. قيصاري اوس په کابل کې په بند کې اوسيږي.

د قیصاري تر نيولو وروسته، دوستم په زرونو پلويانو د خپلو لاريونو پر مهال د ټاکنو بهير ګډوډ او د حکومتي ادارو او لويې لار په بندولو له دولته د قومندان قيصاري د بيرته خوشې کولو او کابل ته د دوستم د بيرته راستنيدو غوښتنه کوي.

Afghanistan Ahmad Ishchi
انځور: Reuters/O. Sobhani

ناظرين وايي چې ولسمشر غني د لا زياتو ګډوډيو د رامنځ ته کيدو د مخنيوي په موخه افغانستان ته د دوستم د بيرته ستنيدو له پاره شين چراغ ښکاره کړ. دوستم په ۲۰۱۷م کال کې وروسته له هغې ترکيې ته ولاړ چې د جوزجان پخواني والي احمد ايشچي د هغه پر وړاندې د تاوتريخوالو او جنسي ځورونې تورونه وکړل. د رپوټونو پر اساس، د افغان دولت له خوا ويل شوي دي چې د دوستم له راستنيدو سره سره به د هغه د احمد ايشچي دوسيه په عدلي او قضايي ادارو کې مخته وړل کیږي.