1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جمايکا ائتلاف ـ د مهاجرو د کورنيو راتګ لانجمنه موضوع پاته ده

۱۳۹۶ آبان ۲۳, سه‌شنبه

په آلمان کي د راتلونکي حکومت د ممکنه ائتلافي ګوندونو ترمنځ د مهاجرت موضوع، په خاصه توگه د مهاجرو د کورنیو راغوښتل یوه لانجمنه موضوع پاتې ده.

https://p.dw.com/p/2naXk
Deutschland Fortsetzung der Sondierungsverhandlungen
انځور: picture-alliance/dpa/M. Kappeler

لا تراوسه د هغو گوندونو تر منځ چې غواړي په راتلونکي حکومت کې گډون وکړي، د مهاجرو پر موضوع توافق نه دی رامنځ ته سوی. خصوصا د منل سوو مهاجرو د کورنیو راغوښتل یوه لانجمنه موضوع ده.

مسيحي دیموکرات او سوسیال مسيحي گوندونه لا تراوسه پر دې ټینگار لري چې هغه مهاجر چې دلته دايمي اقامي نه لري، د کورنیو د راغوښتلو حقوق دي يې لا محدود پاته سي.

دغه گوندونه وايي هغه مهاجر چې محدوده پناه یا په الماني اصطلاح «سوبزدیر شوتڅ» لري، بايد وروسته له دې هم د هغوی د کورینو د راوستلو محدودیت تمدید پاته سي.

«په لومړي سر کي»

د مسيحي ائتلافي ګوندونو(مسيحي دیموکرات او سوسیال مسیحي) د فراکسيون مشر فولکر کاوډر د سه شنبې په ورځ (۲۰۱۷م کال د نوامبر۱۴مه نېټه) د آلمان د «اې ار ډي» تلويزيون له «مورگن مگزين» سره په خبرو کي وويل چي «په لومړي سر کي به د (نوو) اپارتمانونه جوړول او يو ځينو نورو موضوعاتو» پر مخ وړل مهم وي.

خو په کومه تلويزيوني خپرونه کي چي کاوډر خبري وکړې په هماغه خپرونه کي د زرغون ګوند سياستوالې کلاوډيا روت وويل چي ګوند به يې د مهاجرو د کورنيو راتللو د ځنډ د تمديد ملاتړ ونه کړي. هغې وويل: «د کورنيو د راتګ حق يو اساسي حق دی او طبعا دا يوازي د آلماني کورنيو له پاره صدق نه کوي.»

د آلمان په پارلمان کي د کورنيو چارو په جرګه ګۍ کي د مسیحي دیموکرات او مسيحي سوسیال گوندونو د ډلې مشر آرمين شُسټر هم په دې تړاو څرګندونې کړي. هغه ويلي: «که موږ د زرغون ګوند په غوښتنه د کورنيو رابلل بې له قيد و شرطه ممکن کړو، نو بيا به موږ پر سرحدونو له بېرته لېږد څخه چاره هم ونه لرو.»

شُسټر د آلمانۍ ورځپاڼي «دي ولت» د سه شنبې د ورځې په گڼه کې د یوې مرکې په ترڅ کې وویل چې د بشري ملحوظاتو په خاطر د نورو مهاجرو بهیر هغه وخت محدود کیدای سي چې یا به د هیواد په سرحدونو کې او یا هم د کورنیو په راغوښتلو کې محدودیت ټینگ کړل سي.

د دويمي درجې پناه

د آلمان د قوانينو له مخي د دويمي درجې د پناه تر لاسه کولو حق هغه کسان لري، چي نه ورته د پناه غوښتونکي په توګه د محافظت ورکولو او نه هم ورته د سياسي پناه ورکولو امکان وي. په آلمان کي عموما د دويمي درجې پناه د يوه کال له پاره ورکول کيږي چي بيا وروسته تمديدېدلای سي. زياتره وخت دغه قاعده د کورنۍ جګړو څخه د راغلو مهاجرو له پاره صدق کوي. د بېلګي په توګه دمګړی د سوريې زياتره مهاجر دغه ډول د دويمي درجې پناه ترلاسه کوي.

خو د ۲۰۱۵م کال له نوامبر مياشتي راهيسي د دويمې درجې قبولۍ ترلاسه کوونکو مهاجرو له پاره هغه امکان د ۲۰۱۸م کال د مارچ مياشتي تر۱۵مې نېټي پوري ځنډول سوی دی چي خپلي کورنۍ هم آلمان ته راوغواړي. په زياته د مسيحي سوسيال ګوند له خوا دغه غوښتنه کيږي چي ياده موده دي تمديد کړله سي. خو د زرغون ګوند بيا غواړي چي د دويمي درجې پناه تر لاسه کوونکي په سمدلاسه توګه امکان تر لاسه کړي چي خپلي کورنۍ هم راوبولي. د دې تر څنګ کليساوي او مرستندويه سازمانونه هم د مهاجرو پر هغه حق ټينګار کوي چي خپلي کورنۍ راوغوښتلای سي.

«جمايکا ائتلاف»

په آلمان کي د روان کال په سپتمبر مياشت کي د مرکزي پارلمان یا بُنډسټاګ ټاکنې تر سره سوې. د پايلو تر اعلان وروسته د آلمان دويم لوی ګوند سوسيال ديموکرات اعلان وکړ چي نه غواړي په راتلونکي ائتلافي حکومت کي برخه واخلي. له همدې کبله د انگلا ميرکل مسیحي دیموکرات اتحاد او د هغې متحد مسیحي سوسیال اتحاد اړ سول چي د آزاد ليبرال او زرغون ګوند سره د یو ممکنه څلور اړخيز ائتلاف یا په اصطلاح «جامایکا» له پاره خبري وکړي.

دا چي د مسيحي اتحادي گوندونو د بیرغونو رنګ تور، د آزاد ليبرال د ګوند دا ژړ او د زرغون ګوند دا زرغون دی، نو دغه ممکنه ائتلاف ته د «جمايکا ائتلاف» خطاب هم کيږي. دا په دې وجه چي د جمايکا هيواد بيرغ له همدغو درو رنګونو جوړ دی.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (04.01.2017):