جلال آباد - د ټاکنو کميسون ته نژدې ځانمرګی بريد وسو
۱۳۹۷ شهریور ۳, شنبهد ننګرهار ولايت وياند عطاالله خوږياني و فرانس پريس خبري آژانس ته ويلي دي چي دغه يو ځانمرګی بريد ؤ. د هغه په وينا دغه بريد د پرلت د ونډه والو هغې کږدۍ ته څېرمه سوی، چيري چي په ټاکنو کي د يو کانديد د نوماندۍ د ردېدنې پر ضد پرلت جوړ ؤ.
عيني شاهدانو ويلي چي ځانمرګي بريدګر د پرلت کږدۍ ته نژدې چاودېدونکو توکو ته انفجار ورکړ. زياته سوې چي د بريد وروسته حاضرو کسانو په ځغاستو پېل وکړ او امنيتي چارواکو دغه ځای محاصره کړ.
د مرزا امين په نوم يو کس چي د پيښي له ځای څخه په ۵۰ متره واټن کي ژوند کوي، وايي: «دغه يو ډېره درنه چاودنه وه او زموږ ټول کور يې ولړزاوه.»
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د يکشنبې په ورځ د لوی اختر په ترڅ کي و وسله والو طالبانو ته د اوربند وړانديز کړی ؤ چي بايد د دوشنبې په ورځ د عرفې ورځي څخه پيل سوی وای. خو اشرف غني د اوربند له پاره دا شرط ايښی ؤ چي طالبان به هم اوربند اعلانوي. خو طالبانو د دغه وړانديز په تړاو غبرګونه نه وښود.