د ننګرهار په مرکز جلال آباد ښار کې د لسیزو راهیسې د سړک د غاړې سلمانان د خلکو ویښته او ږیرې جوړوي. دغه سلمانان وايي چې د کم عاید سربیره له نیکونو ورته پاتې دغه کار نه شي ترک کولی. بل لوري ته روغتیا پالان وايي چې د دغو سلمانیو چارې غیر صحي دي او د کرونا په شمول هر ډول ناروغۍ ترې خپریدلی شي.