1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په اسلامي نړۍ کې له یوه د ډېرو ودونو په سر ناندرۍ

۱۳۹۸ مرداد ۱۱, جمعه

د دويچه ويله د نوې خپرونې «جعفر ټاک» په لومړۍ ګڼه کې د یوه نه د ډیرو ودونو پر سر تاوده بحثونه وشول. په انترنېټ کې هم دغو ناندرئيو دوام وموند، خو ولې؟

https://p.dw.com/p/3NECD
Jaafartalk Studio in Beiru
انځور: DW/H. Baydoun

د «جعفر ټاک» د خپرونې لومړۍ ګڼه چې جعفر عبدالکريم يې وړاندې کوي، د ليدونکو په منځ کې له پراخ غبرګون سره مخامخ شوې ده. د لبنان په بيروت ښار کې ثبت شوې دغه خپرونه په انترنېټ کې څه باندې يو ميليون ځله کليک شوې ده، ځکه چې په خپرونه کې ښکاره شوی جنجال خورا ډېر وو. 
د خپرونې موضوع يې تر یوه ډېر ودونه ول. آيا دا سمه ده چې يو نارينه کولی شي له ډېرو ښځو سره واده وکړي؟ دا پوښتنه هم مطرح شوه چې دغه دود چې پخوا هم پرې نیوکې کیدې اوس تر وخت تېر دی؟ 
د دغو پوښتنو پر سر په خپرونه کې دوو مېلمنو سره تاوده بحثونه وکړل: بحثونه د په سعودي عربستان کې زېږېدلی د مدافع وکيل يوسف القعيط، او عراقۍ د ښځو د حقونو فعاله او مهندسه موج الدراجي، تر منځ وو. القعيط ويل چې ډېر ودونه روا دي او د دلیل په توګه یې داسې استدلال کوه: «زه خو خپله ښځه د دې له پاره غواړم چې کله مې جنسي اړيکو ته زړه وي، هغه مې تياره مخکې ولاړه وي.» 
خو الدراجي ورته عين استدلال ورغبرګ کړ: «او زه يوه نارينه ته اړتيا لرم د دې له پاره چې کله چې مې جنسي اړيکو ته زړه وي، هغه مې تيار په اختيار کې وي.»
مګر مدافع وکيل په دې کې توپير ليد: «زما منظور هغه اووه ورځې دي چې د ښځې مياشتنی عادت وي. په دې وخت کې نارينه ښځې ته لاس نه شي وروړلی.» 
الدراجي یې بیا په ځواب کې وویل: «دی حتی اووه ورځې هم صبر نه شي کولی؟‎» 
هغې زیاته کړه: «زه [د ښځې په صفت] يعنې يوازې د جنسي اړيکو لايقه يم، احساسات او ولولې نه لرم؟»
د شخصي توهين تر حده ناندرۍ

لانجې په همدې ډول دوام پيدا کړ. القعيط دې ته اشاره وکړه چې د ماشوم تر زېږېدنې ۴۰ ورځې وروسته هم جنسي اړيکې امکان نه لري. خو الدراجي وويل چې ښځې خو په خپله خوښه دا کار نه کوي. په ځواب کې القعيط وويل چې نوموړې د ښځو د چارو فعاله د نارينه و رواني حالت سم نه پېژني. د هغه په خبره «ته دې خپل مېړه ته کفايت نه کوې.» هغه دا هم وویل: «ستا مېړه لکه چې له جنسي لحاظ کمزوری دی.»
الدراجي تر دې خبرې وروسته سمدلاسه احتجاج وکړ ځکه چې دا خبره سپکونکې ده او هغې ته د زغملو وړ نه وه. د خپرونې کوربه جعفر عبدالکريم، خپل میلمه القعيط ته وویل چې بخښنه وغواړي که نه نو بايد له ستوديو څخه ووځي. خو نوموړي دا خبره ومنله او بخښنه يې وغوښتله.

د ډېرو ودونو مخينه

د ډېرو ودونو سرچينه خپله د قرآن مجيد سورتونه دي. حقوقپوه او د اسلام د چارو کارپوه ماتياس روهه، وايي چې «تر څلورو ښځو پورې ودونه روا ګڼل کيږي» خو يوازې په هغه صورت کې چې «هرې يوې ښځې ته د جلا کور په څېر شرايط برابر او تمويل شي.»
د دې تر څنګ د هغه په خبره له هر څومره ډېرو کنيزو يا مينځو سره د جنسي اړيکو د نيولو اجازه هم شته. خو د «کنيزو/مينځو» کليمه ډېره ستونزمنه ده. د سعودي عربستان د چارو کارپوهه مضاوي الرشيد، دې ته هم اشاره کوي چې په سعودي عربستان کې ډېر اغېزلرونکي وهابي عالمان تر دغې کليمې لاندې د جنوب ختيځې آسيا هغه ځوانې ښځې هم راولي چې اصلا د خلکو د کورونو د پاکولو له پاره سعودي عربستان ته ورغلې وي، خو د خپلو نارينه کار ورکوونکو له خوا په جنسي لحاظ ځورول او ربړول کيږي.

په انترنېټ کې توند بحثونه

په دې وروستيو کې د ډېرو ودونو پر مشروعيت باندې نيوکې هم زياتې شوې دي. د بیلګې په توګه د قاهرې د الازهر مسجد لوی امام احمد محمد الطيب، چې د اسلامي نړۍ يو تر ټولو مشهور ديني عالم دی، د سږ کال په مارچ مياشت کې د ډېرو ودونو په اړه انتقادي څرګندونې کړې وې. هغه په خپله اوونيزه تلويزيوني خپرونه کې د رسنيو د راپورونو په حواله ويلي دي چې په اسلام کې عامه د ډېرو ودونو کولو چاره، د قرآن مجيد له ناقص درک څخه سرچينه اخلي او ډېری وخت د ښځو او ماشومانو پر وړاندې يوه بې عدالتي ده. خو د ډېرو ودونو د بندولو غوښتنه دغه اسلامي عالم هم نه ده کړې. له دې کبله د «جعفر ټاک» په خپرونه کې د دغې موضوع په اړه بحث او د سړک په سر يوه عام پوښتنه هم ډېره جنجالي ثابته شوه. د جعفر ټاک خپرونې کوربه جعفر عبدالکريم، دغه عام پوښتنه د برلين په «زونن آلې» کې ثبت کړې وه. ځينو کسانو په تويتر کې پر ډېرو ودونو نيوکه وکړه. په يوه تويت کې راغلي دي: «ځينې نارينه ښځو ته يوازې د يوې وسيلې په توګه ګوري څو خپل جنسي غرايض پوره کړي.»
د «انسان» په نوم يوه کارن ليکلي دي: «بريالۍ جوړه هغه ده چې ناوې او زوم پکې ملګري هم وي او له هر څه سره رښتينی چلن وکړي.»
نورو کارونکو بيا د ډېرو ودونو پلويتوب هم کړی دی. د «ahlnbcom» په نوم کارونکي کښلي: «هغې د رخي او حسادت خبره وکړه او ډېر ودونه يې هم رد کړل. مګر خدای نارينه او ښځې او د ډېرو ودونو قانون هم رامنځ ته کړی دی. يوه ښځه بايد خود غرضه نه وي او له نارينه څخه د حسادت د وجې د ډېرو ودونو انکار ونه کړي، که هغه په دې باور وي چې خپل ټول مکلفيتونه په سمه توګه ادا کوي او کوم کمی او نقص هم ونه لري.»
يوه بل کارونکي احمد وهيدي، بيا ليکلي چې «هغه څه چې شريعت روا ګڼلي هيڅ بحث ورباندې نه شي کېدای.»

د توافق هيڅ امکان نه شته

دغسې وېشلي نظريات د سړک په سر عام پوښتنې هم لرل چې جعفر عبدالکريم د خپلې خپرونې له پاره په برلين کې کړې وه. يوه ځوان سړي وويل چې د ډېرو ودونه کار سم نه دی. هغه وویل: «زه يې په بشپړه توګه ردوم.» 
ورسره ولاړې ښځې هم دا خبره تائيد کړه. خو يو مشر سړی او ښځې يې بيا بل نظر لره: «کله چې زه خپل مکلفيتونه ادا نه کړم او هغه ځان راسره ښه حس نه کړي او زه کوم کمی ولرم، نو بيا ورته هرومرو اجازه ورکوم.» 
يو بل لاروی بيا وايي: «که يوه ښځه کوم کمی ولري، نو سړی حق لري چې يو بله ښځه وکړي.» 
جعفر عبدالکريم دې خبرې ته په غبرګون کې پوښتي چې «خو کله چې ښځه په خپل ژوند کې د کوم کمي حس وکړي، نو د بل مېړه د کولو حق به نه لري.» چې ځواب يې په دې ډول دی: «دين همداسي فرمايي. زموږ دين دغه وضاحت لري.» 
د شلو کلونو په شاوخوا کې عمر لرونکی يو ځوان سړی داسې ورته يو نظر لري: «زه به دويمه، دريمه او څلورمه ښځه هم وکړم. دا خو هيڅ ستونزه نه ده.» 
خو د خپرونې کوربه ورته وايي:  «قانون البته د دې اجازه نه درکوي.» مګر نوموړی ځوان سړی بیا په ځواب کې وايي: «زه خو د دې قانون مطابق واده نه کوم، زه خو اسلامي واده کوم.» 
د خپرونې نتيجه دا ده چې ډېر ودونه په اسلامي نړۍ کې داسې يوه پديده ده چې نيوکې او فشارونه ورباندې په زياتېدو دي. خو هغه د اوس وخت يوه ژوندۍ پديده هم ده. آلمان هم بايد له دغې پديدې سره وړ چلن وکړي. 

کېرستن کنيپ/ن ص/م س 

Irak Bagdad Frauen Demonstration Frauenrechte Gleichberechtigung
په ۲۰۱۲ کال کې په قاهره کې د ښځو د حقونو په پلويتوب مظاهرهانځور: DW/M. Al-Saidy
JaafarTalk, Jaafar Abdul Karim
د «جعفر ټاک» نوې خپرونه جعفر عبدالکريم وړاندې کويانځور: DW