1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جرمني:۱۱۴۰۰۰ ښځي د خپلو میړونو یا ملگرو له خوا قرباني سوي دي

۱۳۹۷ آبان ۲۶, شنبه

د شپيگل مجلې په حواله په ۲۰۱۷ م کال کي په جرمني کي هره دوهمه ورځ یوه ښځه د خپل میړه، ملگري او یا جلا سوي میړه له خوا وژل سوې ده. په مجموع کي بیا تقریبأ ۱۱۴۰۰۰ ښځي د هغوی له خوا قرباني سوي هم دي.

https://p.dw.com/p/38RAp
Häusliche Gewalt gegen Frauen Symbolfoto
انځور: picture-alliance/empics/D. Lipinski

شپيگل مجلې خپل دغه اعداد او ارقام په ویس باډن آيالت کي د جرمني د احصایې د مرکزي دفتر په حواله ورکړي دي. داسي چي پروسږ کال تقریبأ ۱۳۹۰۰۰ انسانان د خپلو پخوانیو ملگرو له خوا تعقیب سوي، ازادي یې محدوده سوې، تهدید سوي او یا سؤ استفادې ورڅخه سوي دي. د دغي جملې د هرو پنځو تنو څخه یې څلور ښځي وې، چي مجموعأ ۱۱۳۹۶۵ تنې کیږي. د دغو ارقامو په حواله ۱۴۷ ښځي وژل سوي هم دي.

تقریبأ ۶۸  فیصدو شکمنو کسانو الماني تابعیت درلودئ. د سوسيال ډيموکراټانو د گوند څخه د جرمني د فامیلي چارو وزیرې فرانڅیسکا گیفي - Franziska Giffey شپيگل مجلې ته ویلي دي، چي «دغه مشکل د جامعې په ټولو اقشارو او اتنیکي ډلو کي موجود دی.» د وژل سوو کسانو تعداد ته په کتو سره گیفي هغه په یوه داسي عصري هیواد لکه جرمني کي د نه منلو وړ یو لوی حجم وباله. وزیره غواړي خپل دغه ارقام د راتلونکي سه شنبه په ورځ په برلین کي وړاندي کړي.

Argentinien Frauenprotest
انځور: picture-alliance/AP Photo/N. Pisarenko

دا هم په داسي حال کي ده، چي په ۲۰۱۶ م کال کي د قربانیانو تعداد ۱۰۹۰۰۰ ؤ او د ۲۰۱۷ م کال په نسبت تقریبأ ۵۰۰۰ تنه کم ول. خو گیفي د هغه علت په جزايي مقرراتو کي د نوو کټگوریو ورشاملیدل بولي. داسي چي اوس د ازادۍ غصبیدل، په زوره بدلمنۍ او فحشأ ته مجبوره کول هم په هغه کي وراضافه سوي دي. ځکه نو دې ته په کتو سره د قربانیانو تعداد په دواړو کلونو کي تقریبأ ثابت پاته دی.  

زموږ د آرشیف څخه یو انځوریز البوم:(31.10.2018 )