1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جرمني کم سنه مهاجرو ته د راتګ اجازه ورکوي

۱۳۹۹ فروردین ۲۰, چهارشنبه

د یونان د ټاپوګانو په ډکو کمپونو کي حالت نور د زغملو نه دی. سربیره پر دې هلته د کرونا ویروس هم مخ پر پراخیدو دی. تر لوکزامبورګ وروسته اوس جرمني هم راضي سوی.

https://p.dw.com/p/3acZf
Flüchtlingslager Moria-Elaionas
انځور: picture-alliance/ANE

په اول قدم کي به جرمني د یونان له لاګرونو څخه۵۰ تنه هغه کم سنه مهاجر راوغواړي چی پرته له والدینو رامهاجر سوي دي. لکه څنګه چي د جرمني حکومت په برلین کي اعلان کړی دی، د دغه هیواد کابینه به نن چهارشنبه هغه پریکړه لیک تصویب کړي چی ددغه هیواد د کورنیو چارو وزیر هورست زیهوفر د نورو ګوندونو د استازو سره ورباندي موافقه وکړي.

دغه کم سنه او تنکي مهاجر به د امکان په صورت کي راتلونکې اونۍ جرمني ته راسي. جرمني ته تر رارسیدو وروسته به لومړی هغوی ښايي د نیدر زاکسن په سرپناهوو کي د دوو اونیو له پاره قرانطین سي. وروسته به هغوی د آلمان پر بیلابیلو ایالتونو باندي وویشل سي.

لوکزامبورګ په دې کار کي مخکي سو

مخکي له دې لوکزامبورګ اعلان وکړ چي په راتلونکي اونۍ کي به ۱۲ کم سنه مهاجر د یونان له لیسبوس او چیوس ټاپو څخه ومني. ددغه هیواد د بهرنیو چارو وزیر ینس اسلبورن د جرمني له حکومت څخه د ورته کار غوښتنه کړې وه.

یوه میاشت مخکي د جرمني ګوندونه پر دې خبره سره یو سوي ول چي د اروپايي ټولني د نورو هیوادونو سره په ګډه به د هغو کوچنیانو د راغوښتلو له پاره د حل یوه لاره پیدا کړي چي یا سخت ناروغ دي او یا هم تر۱۴ کلنۍ کم عمر لري چی پرته له والدینو رامهاجر سوي دي. خو د کرونا د ویروس د خپریدو له امله دا خبره له ځنډ سره مخامخ سوه.

په اول سر کي به ۱۶۰۰ هغو کم سنه مهاجرو ته ځای ورکول سي چي پرته له والدینو راغلي دي. د برلین په حواله په دې اړه د اروپايي ټولني لسو هیوادونو خپله آمادګي ښوولې ده.

د آلمان او لوکزامبورګ ترڅنګ، فرانسې، پرتګال، آیرلند، فنلند، کروشیا، لیتوانیا، بلجیم او بلغاريا هم خپل تیاری ښوولی دی.