جرمني په ۲۰۱۹کال کي ډیري وسلې خرڅي کړي دي
۱۳۹۸ دی ۶, جمعهپه ۷،۹۵ ميلیارده یورو سره جرمني تر ۲۰۱۵م کال راوروسته تر ټولو ډیري وسلې صادري کړي دي. د جرمني د اقتصاد وزیر پیتر الټمایر په حواله په وروستيو کلونو، خصوصأ ۲۰۱۷م کال کې تر انتخاباتو وروسته او کابینې جوړولو تر پرله پسې ځنډیدلو په دلیل د وسلو صادرات راکم سول. خو په کراره کراه سره هغه بیرته وده وکړه او دادی اوس بیرته تقریبأ د ۲۰۱۵م کال سطحي ته ورسیدله.
دغه معلومات د آلمان خبري آژانس د جرمني د اقتصاد وزارت له هغه راپوره رانقل کړي دي چي په پارلمان کي د چپيانو گوند د وکیلي، سې ویم داگدیلن او زرغون گوند د وکیل امید نوري پور، د پوښتني په جواب کي ورکړی دی.
په دې جمله کې هنگري ته چي ۱،۷۷ ميلیارده یورو په اندازه وسلې صادري سوي دي په لمړي مقام کي راځي. مصر ته د ۸۰۲ ميلیونو، امريکا متحده ايالاتو ته د ۴۸۳ ميلیونو، متحدو عربي اماراتو ته د ۲۰۷ ميلیونو، الجزیر ته د ۲۳۸ ميلیونو او قطر ته د ۲۰۱ ميلیونو یورو په ارزښت وسلې صادري سوي دي. په دې ډله کي ځیني هغه هیوادونه هم شامل دي چي د بشر حقوقو د تر پښو لاندي کولو په سبب تر انتقادونو لاندي دي. لکه الجزایر او متحد عربي امارات.
خو له بلي خوا بیا د ناټو غړي هیواد هنگري هم ډیري وسلې رانیولي دي. د ښی اړخي صدراعظم ویکتور اوربان په رهبرۍ د هنگري حکومت غواړي چي خپل هیواد سخت مجهز کړي او د دفاع وزارت بودجه یې دوه چنده لوړه کړې ده.