جرمني: د شمال لوېديځي افريقا هیوادونو ته اخراج ډیر سوی
۱۳۹۷ مهر ۱۸, چهارشنبهله شمال لوېديځي افريقا هیوادونو سره د بهتره سوي گډ کار په سبب په تیرو کلونو کي دغو هیوادونو ته د اخرجیدونکو کسانو تعداد هم لوړ سوی دی. د جرمني د کورنیو چارو وزات یوه ویاند د «بیلد» المانۍ ورځپاڼي دغه رپوټ تائید کړی دی.
ویاند گومان کوي چي دغو هیوادونو ته به اخراج نور هم ډیر سي. «بیلډ» ورځپاڼي د دوشنبې په ورځ د امنیتي چارواکو د اسنادو په حواله رپوټ ورکړی وو چي، د رد سوو اخراجیدونکو پناه غوښتونکو د هویت پيژندلو په موضوع کي د جدي خبرو اترو او معاملې په نتیجه کي د توجه وړ پرمختگ سوی دی.
د بایومتریکو ارقامو پراساس پیژندگلوي
په دې منځ ددغو درو سرو شمال لوېديځي افریقا هیوادونو سره تفاهم رامنځته سوی دی، چي د هغوی د اتباعو هویت د بایومتریکو ارقامو د تبادلې پراساس په الکترونیکي ډول تر سره سي. په دې ډول سره نو د ډیرو کسانو هویت معلوم سو او دې کار بیا په خپل نوبت سره دې ته زمینه برابره کړه چي د «اخراج له پاره لازم اسناد، لکه پاسپورټ او نور ژر برابر سي».
د جرمني د کورنیو چارو وزارت په حواله مراکش ته د اخراجیدونکو کسانو تعداد د ۲۰۱۵م کال په مقایسه چي ۶۱ تنه وه، په ۲۰۱۷م کال کي ۶۳۴ تنو ته لوړ سوی دی. د همدې ۲۰۱۸م کال په اوله ربع کي ۲۰۳ رد سوي پناه غوښتونکي اخراج سوي دي.
الجزایر ته هم د همدغه ویاند په حواله د اخراجیدونکو کسانو تعداد د ۲۰۱۵م کال په پرتله چي ۵۷ کسان ول، په ۲۰۱۷م کال کي ۵۰۴ ته لوړ سوی دی. د همدې ۲۰۱۸م کال په اوله ربع کي بيا ۱۵۳ کسان اخراج سوي دي.
تونس ته هم د اخراجیدونکو کسانو تعداد د ۲۰۱۵م کال په مقایسه چي ۱۷کسان ول، په ۲۰۱۷م کال کي ۲۵۱ ته لوړ سوی دی. د روان ۲۰۱۸م کال په اوله ربع کي بيا۸۰ کسان اخراج سوي دي.
د اصلي ډاډمنو هیوادونو پر موضوع شخړه
د پناه غوښتني د منلو د لږ فیصدۍ په سبب د جرمني حکومت غواړي دغه درې هیوادونه او هم گرجستان د ډاډمنو هیوادونو په توگه طبقه بندي کړي. ددې مطابق د قانون پر یوې مسودې باندي په پارلمان کي بحثونه کيږي.
دغه مسوده بايد لومړی د جرمني پارلمان او وروسته یې د ايالتونو د استازو شورا ومني. خو دلته د زرغون گوند د منفي رايي په نسبت تر اوسه پوري د مسودې د منلو له پاره اکثریت نه دی رامنځته سوی.
د کورنیو چارو د وزیرهورست زېهوفر په حواله «پرنسیپأ» د اصلي ډاډمنو هیوادونو پناه غوښتونکي نه سي کولای چي پناه وغواړي. ځکه داسي منل کیږي چي د هغوی په هیوادونو کي څوک نه تعقیبیږي. د هغوی د پناه غوښتني پرعریضو باید ژر کار وسي او تر ردیدو وروسته هم ډیر ژر اخراج سي.
زموږ د آرشیف څخه یو انځوریز البوم:(22.01.2018)