1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جرمني د دارو درملو د قلت سره مخامخ دی

۱۳۹۸ بهمن ۳۰, چهارشنبه

جرمني د دارو درملو د قلت سره مخامخ دی او خصوصأ یې په لیږلو کي سخت مشکل موجود دی. په داسي یوه هیواد کي چي د دواوو بازار د کنټرول څخه خارج دی، د درملو کمښت د مریضانو له پاره څه معنی لري او اصلأ ولي دا ډول یو قلت موجود دی؟

https://p.dw.com/p/3Xzuu
Krankenhausapotheke des Uniklinikums Köln
انځور: DW/A. Carthaus

په همدې دلیل یوې اجتماعي اتحادیې(SoVD ) د حکومت څخه ددې مشکل د ژر تر ژره حل غوښتنه کړې ده. ددغي اتحادیې رییس، ادولف باور تیره پنجشنبه ( د فبرورۍ ۱۳ مه) د فرانس پرس خبري آژآنس ته وویل، چي د «دواوو قلت د مریضانو لپاره یو مشخص خطر دی.» په خبره یې دواوي باید په طویل المدت کي بیرته په جرمني کي تولید سي او د حکومت تر اوسه پوري عملي سوي اقدامات کفایت نه کوي.

Leere Tablettenpackung Leerer Blister
انځور: picture-alliance/dpa/F8DasBild

تر ټولو دمخه د دواوو قلت د زړو او مزمنو مریضانو لپاره ډیر خطرناکه دی او بې له کومه ځنډه باید هغوی ته ورسیږي. نه یوازي هغوی ته، بلکه رواني مریضانو او هغه کسان، چي ډیپریشن لري، هم ورته دواوي په اسانۍ سره نه رسیږي. دا هم پداسي حال کی ده، چي د کلونو راهیسي دغه مشکل موجود دی. نه یوازي عادي دواوي، بلکي واکسیونونه هم نه رسیږي او کمبود دي.