1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جان کلي، د ترمپ د دفتر د مشر په توګه خپله دنده پای ته رسوي

۱۳۹۷ آذر ۱۸, یکشنبه

د ډیرې مودې راهیسې د دونالد ترمپ د دفتر د مشر د لیري کیدو په اړه ګنګوسې اوریدل کیدلې، خو اوس ترمپ اعلان کړی دی چې ډېر ژر به کلي خپله دنده بل چا ته وسپاري. په دوو کلونو کې دا دریم ځل دی چې ترمپ د خپل دفتر رئیس بدلوي.

https://p.dw.com/p/39kxE
USA Präsident Trump spricht über sein Treffen mit Putin | John Kelly
انځور: Reuters/L. Millis

په سپينه ماڼۍ او د ترمپ په کابينه کې د اشخاصو بدلیدل کومه نوې خبره نه ده، خو هغه څه چې نوي دي هغه د ترمپ د دولتي مسئولينو پرله پسې بدلیدل دي. اوس ترمپ یو وار بیا د خپل دفتر د مشر د تغیرولو خبره کړې ده.

ترمپ د شنبې په ورځ اعلان وکړ چې جان کلي یوازې د روان ميلادي کال تر پایه پورې د جمهوري ریاست د دفتر د مشر په توګه فعالیت کوي. ترمپ زیاته کړې ده چې تر دوشنبې ورځې (د دسمبر میاشتې ۱۰) پورې به د جان کلي ځای ناستی معرفي کړي. امریکایې رسنیو لیکلي دي چې ترمپ لیوالتیا لري چې نیک ایرز د جان کلي پر ځای د جمهوري ریاست د دفتر مشر وټاکي.

نیک ایرز څوک دی؟

په هغه صورت کې چې ترمپ نیک ایرز د خپل دفتر د مشر په توګه وټاکي، هغه به تر ټولو ځوان کس وي چې له ۱۹۸۰ کال راهيسې د امریکا متحده ایالاتو د جمهوري ریاست د دفتر مسئولیت او سرپرستي په غاړه واخلي.

نیک ایرز ۳۶ کاله عمر لري او همدا اوس د ولسمشر د مرستیال مایک پنس د دفتر مشر دی. سپينې ماڼۍ ته نږدې ديپلوماتيکو کړیو رسنیو ته ویلي دي چې د میاشتو راهیسې د ترمپ د دفتر د چارو د پر مخ بیولو له پاره له نیک ایرز سره خبرې اترې روانې وې.

د ترمپ او جان کلي تر منځ د نظر اختلافاتو د جمهوري ریاست د دفتر له سرپرستۍ څخه د هغه د لیري کولو اوازو ته لمن وهلې وه. اوس د «نیویارک ټایمز» ورځپاڼې د نیک ایرز له خوا د دې مقام د منلو خبر ورکړی دی.

ویل شوي چې نیک ایرز منلې ده چې د یوې ټاکلي مودې له پاره د امریکا د ولسمشر د دفتر د مشرۍ چارې پر مخ بوځي، په داسې حال کې چې ترمپ غواړي هغه د یوې اوږدې مودې له پاره دغه دنده ترسره کړي.

په دوو کلونو کې د دفتر دری رئیسان

د نومبر میاشتې په اوسطو کې ترمپ د جان کلي له فعالیتونو څخه نارضایتي ښودلې وه. ترمپ ویلي وو چې په ځينو مواردو کې د خپل دفتر له مشر سره د نظر اختلاف لري. جان کلي د ۲۰۱۷ م کال په دوبي کې د ولسمشر د دفتر د رئيس په توګه خپله دنده پيل کړې وه.

په آلمان کې د «شپيګل آنلاین» خبري انټرنټ پاڼې د دې خبر د خپرولو ترڅنګ په سپينه ماڼۍ کې او د ترمپ په کابينه کې یو شمیر نورو تغیيرانو ته هم اشاره کړې ده.

ترمپ د جمعې په ورځ «د دسمبر میاشتې ۷» د عدلیې وزیر او همدارنګه د ملګرو ملتونو په سازمان کې د خپل سفیر د بدلونو خبر ورکړی دی. په دې توګه نو ویلیم بار د عدلیې د وزیر جف سېشنز ځای ناستی او هدر نائورت د ملګرو ملتونو په سازمان کې د امریکا د نوې سفيرې په توګه ټاکل شوي دي. مخکې تر دې نیکي هیلې د ملګرو ملتونو په سازمان کې د امریکا د سفيرې په توګه دنده ترسره کوله.

سربیره پر دې ولسمشر ترمپ ۶۰ کلن جنرال مارک میلي چې په افغانستان او عراق کې یې پوځي خدمت ترسره کړی د جنرال ډانفورډ ځای ناستی او د لوی درستیزانو د مشترکې کمیټې مشر ټاکلی دی. میلي د تیرو دریو کلونو راهیسې د امریکا د اردو د قوماندان په صفت دنده ترسره کوله. په یاده کمیټه کې د متحده ایالاتو، د سمندري، هوایي او ځمکنيو ځواکونو لوی درستیزان شامل دي.