جان باس د ولسمشر غني څرګندونې خواشینوونکې وبللې
۱۳۹۸ مهر ۵, جمعهبهرنۍ مرستې اوس هم د افغانستان د بودیجې نیمایي برخه جوړي خو مرستندویه هیوادونه او سازمانونه وخت نا وخت په دې هیواد کې د خپلو لګښتونو د موثریت په اړه پوښتنې راولاړوي. ولسمشر غني د چهارشنبې په ورځ له آزادي راډیو سره په یوې مرکه کې د امریکا متحده ایالاتو د پرمختیایي مرستو پر ادارې یا USAID باندې هغه ته د حساب د نه ورکولو او مرستو نه ورکولو له کبله نیوکې وکړي. غني وویل: «له هر امریکایي ډالره د افغانستان خلک تر ۱۰ سنتو ډیرې مرستې نه ترلاسه کوي.»
ولسمشر غني زیاته کړه: «د امریکا د پرمختیایي مرستو اداره یو له بې کفایته مرستندویانو څخه ده.»
داسې ښکاري چې د ولسمشر غني دغه څرګندونې په کابل کې د امریکا متحده ایالاتو پر سفیر جان باس، باندې ډیرې ښې نه دي لګیدلي. هغه پر خپل تویتر پاڼه باندې ولیکل: «موږ خواشیني یو چې ولسمشر اشرف غني د امریکا د پرمختیایي مرستو ادارې عالي کار له پامه غورځولی دی.»
باس بیا تر هغه وروسته یو شمیر هغو پروژو ته اشاره کړې ده چې د دې ادارې له خوا تمویلیږي چې په کې د ښځو د پیاوړي کولو، په روغتیایي برخه کې د ښخو د ونډې ډیرولو او بریښنا د پراختیایي څانګې شاملې دي.
تیره اوونۍ امریکا متحده ایالاتو، افغانستان ته ۱۰۰ میلیونه ډالره مرستې چې د انرژی د یوې بنسټیزې پروژې له پاره په پام کې نیول شوې وې، بندې کړې. پر دې سربیره دې هیواد ۶۰ میلیونه ډالره نورې مرستې هم د اداري فساد او شفافیت نه شتون له کبله درولي دي.
ولسمشر غني چې تر دې مخکې د نړیوال بانک چارواکی هم پاتې شوی دی، په وار وار سره په افغانستان کې د نړیوالو مرستو موثریت تر پوښتنې لاندې راوستی دی. هغه په ځانګړې توګه پر امریکایي مرستندویه سازمانونو باندې د افغانستان په کورنیو چارو کې د لاسوهنې له کبله هم انتقادونه کړي دي.
ms/nz (reuters)