1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

تونس: غير مسلمانان له مسلمانو ښځو سره د واده حق لري؟

۱۳۹۸ تیر ۲۸, جمعه

دوه کاله مخکې په تونس کې پرته له دې چې يو غيرمسلمان نارينه اسلام ته واوړي، ورته له تونسي ښځو سره د واده اجازه ورکړل شوه. خو دغه کار په عمل کې له ډېرو ستونزو سره مل دی.

https://p.dw.com/p/3MK2z
Tunesien Hochzeit
انځور: picture-alliance / dpa/dpaweb

تونس دوه کاله وړاندې (۲۰۱۷ کال په سپتمبر مياشت کې) هغه قانون لغوه کړ چې ښځو ته له غير مسلمانانو سره د واده کولو مخه يې نيوله.
د ولسمشر باجي قايد السبسي يوې وياندې هغه مهال د دې قانون د بدلېدو اعلان کړی وو او ښځو ته يې «د مېړه په لټولو کې د آزادۍ» له کبله مبارکي ورکړې وه. تر هغه دمه پورې يو غير مسلمان نارينه چې غوښتل يې له يوې تونسۍ مسلماني سره واده وکړي بايد اسلام يې منلی او يو سند هم وړاندې کړی وای چې اسلام ته د هغه د اوښتلو پوري مربوط وي. يوازې تر دغې چارې وروسته بيا مفتيانو د واده د مراسمو د تر سره کېدو اجازه ورکوله.
د ولسمشر السبسي په نوښت د ۱۹۷۳م کال په هغه قانون کې بدلون راغی چې د شمالي افريقا د دغه هېواد له اسلامي عنعناتو او دودونو څخه يې الهام اخيستی وو.

په عمل کې ډېر خلک له نوي قانون څخه انکار کوي

سره له دې چې په قانون کې بدلون راوستل شو، خو د بېلابېلو اديانو د ښځو او نارينه پيروانو تر منځ د واده پر مخ تر اوسه خنډونه وجود لري. دا ځکه چې د بيروکراسۍ په برخه کې لا د «العربي الجديد» انترنېټي صفحې په حواله ډېرې ستونزې شته.
دغه ويبپاڼه د «زينب» او د هغې د ايټالوي نامزاد «سرجيو» مثال راوړي چې د سمندر غاړې ته د حمامت په ښار کې اوسيږي. هغوی په ټوله سيمه کې داسې محرر نه شوای موندلی چې د واده تصديق ورکړي. اکثره تونسي چارواکي د «ديني عقايدو» له مخې دغه کار ردوي. علت يې دا دی چې په عربي هېوادونو کې پرته له دې چې غير مسلمان مېړه اسلام ته واوړي، له مسلمانې ښځې سره پر واده بنديز لګېدلی وي.
دا په داسې حال کې ده چې تونس داسې يو هېواد دی چې ۹۹ سلنه وګړي يې مسلمانان دي. خو دغه هېواد د ښځو د حقونو په برخه کې يو تر ټولو مخکښ او پرمختللی هېواد هم بلل کيږي. تونس هغه هېواد دی چې له ډېرو ښځو سره ودونه يې هم په ۱۹۵۶م کال کې بند کړي دي. سره له دې چې تونس يو پرمختللی هيواد بلل کيږي، خو د ښځو په وړاندې تاوتريخوالی پکې تر نن ورځې پورې دوام لري او ډېر عام هم دی.
د بي بي سي د يوه راپور په حواله د دغه هيواد د ديموکراتو ښځو د ټولنې د اټکل له مخې تقريبا ۷۰ سلنه تونسۍ ښځې د ځورونې او ناوړې استفادې د پېښو قربانيانې ګرځېدلې دي.

AFP))رسنۍ/ن ص/ن ز

Tunesien Tunis Markt
۹۹ سلنه تونسيان مسلمانان دي. دغه هېواد د ښځو د حقونو په برخه کې تر ډېره ښه نوم لري.انځور: DW/Khaled Ben Belgacem