تونس: د خبريال تر ځان سوځونې وروسته خونړۍ مظاهرې
۱۳۹۷ دی ۵, چهارشنبهد شمالي افریقا په دې هيواد کې د مظاهره کوونکو او پوليسو ترمنځ اخ و ډبونه د سه شنبې په ورځ په پرله پسې دويمه ورځ هم روان ول. ژورناليست عبدالرزاق زُرقي په القصرين ښار کې د ځان سوځونې تر مخه پر انترنت يوه ويډيو خپره کړې وه چې په هغه کې یې په هيواد کې بې روزگاري، بې وزلي او فساد غندلی وو.
زُرقي په دغه ويډيو کې ويلي ول: «زه نن د القصرين د ځوانانو له پاره چې د ژوند له لومړنيو اړتياو هم بې برخې دي، يو انقلاب پيلوم. زه خپل ځان ته اور اچوم.»
زُرقي د دوشنبې په ورځ (۲۰۱۸م کال د دسمبر ۲۴ نيټه) روغتون ته تر رسولو وروسته ساه ورکړه.
د نوموړي مرگ د دوشنبې په ورځ مظاهرې راوپارولې او ځوانانو سړکونه وتړل، ټايرونو ته يې اور واچاوه او پوليس یې د اوښکې بهونکي گاز کارولو ته مجبور کړل. په دې پيښو کې شپږ پوليس ټپیان شول او ځيني مظاهره کوونکي ونيول شول.
د سه شنبې په ورځ د زُرقي تر جنازې وروسته په دې فقير ميشته ښار کې يو وار بيا مظاهرې وپاريدې. القصرين ښار له پلازمينې تونس څخه ۲۷۰ کيلومتره ليري پروت دی.
د تونس د خبريالانو ملي اتحاديې ويلي دي چې زُرقي د «ستونزمنو ټولنیزو حالاتو... او د راتلونکي له پاره د هیلو د نه شتون پر ضد د احتجاج په توگه ځان وژنه وکړه. د روژناليستانو ټولنه هم پر يوه احتجاج غور کوي.»
د ځان سوځونې دا پيښه د تونس د ترکاري پلورونکي محمد بوزيزي په پيښې پورې مربوطيږي. محمد بوزيزي اته کاله مخکې د بې روزگارۍ، فساد او ښکيلاک پر ضد د احتجاج په توگه ځان سوځولی وو.
د هغه مړينه د عربي سپرلي د احتجاجونو سبب شوه چې د هيواد د اوږدې مودې د واکمن زين العابدين بن علي حکومت یې رانسکور کړ او په ټول منځني ختیځ کې یې د ورته حرکتونو لړۍ پيل کړه.
په تونس کې د يوه ديموکراتيک حکومت تر رامنځته کيدو وروسته هم دا هيواد د سستي اقتصادي ودې او فساد او د القاعدې شبکې او داعش د شتون له لاسه کړيږي.