1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

تورخم د مسافرو او سوداګري توکو پر مخ ۲۴ ساعته پرانیستل کیږي

۱۳۹۸ تیر ۱۷, دوشنبه

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې د افغانستان سره موافقه شوې چې خپله یوه مرزې دروازه له راتلونکې میاشتې څخه د ۲۴ ساعتونو له پاره پرانیستې پریږدي چې په سفر کې اسانتیا او سوداګري کې وده رامنځ ته شي.

https://p.dw.com/p/3LkW2
Pakistan und Afghanistan Grenzöffnung bei Torkham
انځور: DW/O. Deedar

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني، پاکستان ته د خپل وروستي سفر په ترڅ کې له پاکستاني چارواکو سره پر همدې موضوع هم بحث کړی وو. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند محمد فیصل ویلي دي چې همدا اوس داسې چارې روانې دي چې له مخې یې تورخم بندر له اګست میاشتې څخه ټوله ورځ او شپه پرانیستی وي. دغه بندري دروازه اوس سوازې ۱۲ ساعته د مسافرو او سوداګریزو مالونو پر مخ پرانیستې وي.

افغانستان چې په خپله له سمندر له نه دی نښتی، ډیر وخت د خپلو تجارتي توکو لیږد رالیږد، د پاکستان د بندرونو له لارې ترسره کوي، خو د اسلام آباد او کابل تر منځ شخړې کله نا کله د دې لامل کیږي چې د دواړو هیوادونو تر منځ پولې وتړلې شي.

دواړه هیوادونه یو پر بل باندې ترهګرو او یاغیانو ته د پټنځایونو برابرولو تورونه لګوي. پاکستان د ۲۰۱۷ کال په مارچ میاشت کې له افغانستان سره د ۲۶۰۰ کیلومتري پولې پر سر د کتارو په درولو پیل وکړ. اسلام آباد هغه وخت ټینګار کړی وو چې دا کار له پولې څخه د یاغیانو د تیریدو د مخنیوي په موخه کوي. د روان مېلادي کال په جنوري میاشت کې د پاکستان پوځ خبر ورکړ چې د ۹۰۰ کیلومتره پولې د کتارې نیولو چارې پای ته رسیدلي دي.

(ms/aa (dpa