تور جادويي توپونه او د وچکالۍ پای؟
انسان باید د هرې ستونزې د حل له پاره فکر وکړي. د امریکا د کلیفورنیا ایالت د لاس انجلس ښار غواړي د وچکالۍ د لمنځه وړلو له پاره په میلیونونو پلاستیکي توپونه وکاروي. ظاهراً دغه څه ټوکه ښکاري خو پایلې یې ډیرې مثبتي دي.
د اوبو د سطحې د پټولو غیر عادي لار
د دغو تورو پلاستیکي توپونو شمیر په اصل کې ډیر زیات دی، خو دقیقاً ۹۰ میلیونه او ۶۰ لکه دغه تور رنګه پلاستیکي توپونه د لاس انجلس له مرکز څخه په شاوخوا ۴۰ کیلومترۍ کې پروت دې سیلمار (Sylmar) په نامه د اوبو په یوې زخیرې کې اچول شوي دي. دغو توپونو شاوخوا ۷۰ هکتاره د اوبو سطحه په بشپړه توګه پټه کړې ده.
توپونه ور خوشې کړئ!
دغه کار یوازې په څو شیبو کې نه دی شوی، بلکې څو میاشتې وخت یې نیولی دی. په عادي حالت کې د پسرلي په موسم کې د لاس انجلس سیمې ته څیرمه په غرونو کې واورې ویلي کیږي چې له امله یې د دې ښار په ذخیرو کې د اوبو کچه لوړیږي. اوسمهال له دې امله چې د واورې اورښت کم شوی دی، نو د اوبو دغه ذخیرې تر ډیره پورې خالي دي.
ځانګړي توپونه؟
لاس انجلس اوس په امریکا کې یو له هغو ښارونو څخه دی چې د اوبو د خوندي ساتلو له پاره یې له یوې غیر عادي کړنلارې کار اخیستی دی. دغو توپونو ته «شیډ بالز» یا سیوري اچونکي توپونه ویل کیږي. د هر توپ اندازه د یوې مڼې په اندازه ده او داخل یې خالي وي. دغه توپونه د اوبو په سطح پاتې کیږي او په دې توګه د اوبو د تبخیر مخه نیسي. سربیره پر دې دغه توپونه د مضرو کیمیاوي عواملو د پیښیدو مخه هم نیسي.
له لمر څخه ساتنه!
په عادي حالاتو کې په اوبو کې د «برومایډ» په نامه موندل کیدونکي کیماوي عنصر د لمر د شدیدو وړانګو له کبله د «برومیټ» په نامه یو بل عنصر تولیدوي چې د سرطان سبب ګرځي. دغه توپونه له یوه اړخه د لمر وړاندې جذبوي، له بل اړخه بیا د اوبو د ذخیرو د وچیدو مخه هم نیسي. په نورو مواردو کې د اوبو د باکتریاوو د لمنځه وړلو له پاره کلورین هم کارول کیږي.
د سترې حوصلې او همت فکر او کار
هغه مهال چې وروستي ۲۰ زره توپونه اوبو ته اچول کیدل، د دې شیبې له پاره ځانګړي مراسم په پام کې نیول شوي وو. په دغو مراسمو کې د لاس انجلس ښاروال ایرک کارسیټي په خپله هم حضور درلود. نوموړي وویل: «د کلیفورنیا د دومره پراخې تاریخي وچکالۍ باوجود د څښاک د پاکو اوبو د ساتنې له پاره دغه راز جراتمندانه فکرونو او نظریو ته اړتیا ده.»
د یوې ښې راتلونکې زیری؟
په اوبو کې د دومره ډیرو توپونو پر اچولو شاوخوا ۳۴،۵ میلیونه ډالر لګښت راغلی دی خو جالبه دا ده چې دغه توپونه تقریباً لس کلونه کار کوي. د ګارسیټي په اټکل له دې لارې د شاوخوا ۳۰۰ میلیونه ډالرو سپما کیدلی شي. په دې ترڅ کې لاس انجلس په دې هم توانیدلی چې د اوبو مصرف ۱۳ سلنه کم کړي.