1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

تنباکو هر کال اته ميليونه انسانان وژني

۱۳۹۸ مرداد ۵, شنبه

د تنباکو د استعمال او د سګرېټ نه څکوونکو د حفاظت په برخه کې پرمختګ شوی، خو د سګرېټو پرېښودو برخه کې بايد زيات کار وشي. دغه خبره د روغتيا نړيوال سازمان کړې ده.

https://p.dw.com/p/3MotO
Symbolbild: Raucher / Rauchen in der Öffentlichkeit/
انځور: picture-alliance/dpa/A. Kryazhev

په ټوله نړۍ کې د سګرېټ څکوونکو ونډه په کمېدو ده. خو د نړۍ د نفوس په زياتېدو سره يې شمېر تريبا ثابت ۱،۱ مليارډه پاته شوی دی. ۸۰ سلنه سګرېټ څکوونکي په داسې هېوادونو کې ژوند کوي چې اوسط عايد يې ټيټ وي يا تر منځنۍ کچې پورې رسيږي. دغه خبره په نړۍ کې د تنباکو د استعمال له راپور څخه څرګنديږي چې د روغتيا نړيوال سازمان د برازيل په ريو دې ژانېرو ښار کې وړاندې کړی دی. دا چې دغه څېړنه هلته مخې ته ايښودل شوې ده، کوم تصادف نه دی ځکه چې برازيل له ترکيې وروسته دويم هغه هېواد دی چې د روغتيا د نړيوال سازمان له خوا يې د تنباکو د استعمال د کمولو په غرض ټول وړانديز شوي تدابير په بشپړه توګه عملي کړي هم دي. تنباکو نه يوازې دا چې څکول کيږي، بلکې سړی کولی شي چې هغه استنشاق يعنې د پزې د لارې يې کش کړي او يا هغه کېدی شي وژوول هم شي. 

تنباکو د ډېرو خلکو د مړينې سبب کيږي

د روغتيا د نړيوال سازمان په حواله هر کال اته ميليونه انسانان د تنباکو د استعمال له کبله مري. تر ټولو عامې ناروغۍ د زړه مرضونه، قلبي او مغزي سکتې، د سږو سرطان او د سرطان نور ډولونه هم دي. د دغه سازمان په خبره اقتصاد ته هم ضرر رسيږي ځکه چې د روغتيايي چارو او درملنې لګښت او کارځايونو ته د خلکو د نه حاضرېدو له کبله تقريبا ۱،۴ مليارډه ډالره له لاسه وځي. د نړۍ تقريبا نيمه برخه خلک په داسې هېوادونو کې ژوند کوي چې د سګرېټو پر پاکټونو يې د تنباکو له کبله د راټوکېدونکو ناروغيو د کرکې وړ عکسونه راغلي دي. خو د راپور په حواله يوازې ۲،۴ ميليونه انسانان په داسې هېوادونو کې بيا ژوند کوي چې له هغو انسانانو سره مرسته هم کوي چې غواړي د تنباکو له استعمال څخه لاس واخلي. دغه سازمان وړانديز کوي چې د تليفون، موبايل او انترنېټ د لارې دې له سګرټ څکوونکو سره د مرستې او مشورې خدمات رامنځ ته شي.

Genf Tedros Adhanom Ghebreyesus, Generealdirektor WHO | Ebola-Ausbruch Kongo
د روغتيا د نړيوال سازمان مشر، تېدروس ادهانوم غېبرېسوسانځور: Reuters/D. Balibouse

پر آلمان باندې انتقاد

د روغتيا نړيوال سازمان پر آلمان باندې هم نيوکه وکړه ځکه چې له تنباکو څخه د پاکو عامو ځايونو او خونو له پاره ځانګړي او کلک تدابير او مقررات پکې لږ دي. د روغتيا د نړيوال سازمان په خبره بايد تنباکو ته د اعلاناتو مقررات لا سخت او ماليات ورباندې لوړ شي. د روغتيا د نړيوال سازمان مشر، تېدروس ادهانوم غېبرېسوس، ويلي دي: «د تنباکو د څکولو پرېښودل يو تر ټولو ښه کار دی چې سړی يې د خپلې روغتيا له پاره کولی شي.»

 

(dpa, rtre)/ن ص/ ا و ا