1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترکیې په قطر کې له دغه هیواد سره ګډه پوځي اډه پرانیسته

۱۳۹۸ آذر ۲۴, یکشنبه

ترکیې او قطر یوه داسې ګډه پوځې اډه پرانیسته چې په هغې کې به ترکي ځواکونه مستقر وي. د ترکیي ولسمشر په فارس خلیج کې د خپل نظامي حضور پر ضرورت ټینګار کړی دی.

https://p.dw.com/p/3Uq7B
Erdogan besucht Katar
د آرشيف انځورانځور: picture alliance/dpa/abaca/K. Ozer

د سه شنبې په ورځ(د دسمبر میاشتې ۱۴ نیټه) د قطر او ترکي ځواکونو ګډه نظامي قرارګاه د دواړو هیوادونو د پوځي مشرانو په موجودیت کې پرانیستل شوه. د قطر خبري آژانس په وینا چې د «الجزیره» شبکې له خوا خپور شوی دی، په دغو مراسمو کې د قطر هیواد د دفاع وزیر او د لومړي وزیر مرستیال خالد بن محمد عطیه او د ترکیي د دفاع وزیر خلوصي آکار، هم حضور درلود. دغه ګډه پوځي اډه د «خالد بن ولید» په نوم نومول شوې ده.

مخکې تر دې د دواړو هیوادونو چارواکي د پوځي همکارۍ په برخه کې په بشپړ ډول موافقې ته رسیدلي وو. د قطر د رسمي خبري آژانس په حواله د دغې پوځې اډې د پرانیستې په مراسمو کې د قطر لوی درستیز تیمسار غانم بن شاهین الغانم او د دواړو هیوادونو یو شمیر پوځي قوماندانانو هم ګډون کړی وو.

د ترکیي ولسمشر رجب طیب اردوغان د نومبر میاشتې په وروستیو کې په دوحه کې د دواړو هیوادونو د ستراتیژیکو همکاریو کانفرانس په پنځم دور کې، د ترکیي او قطر د ګډو ځواکونو د پوځي اډې له مقر څخه لیدنه کړې وه.

د ترکیي ولسمشر په هغو مراسمو کې ویلي وو چې د خالد بن ولید پوځي اډه به ورځ تر بلې لا زیاته پیاوړې شي. نوموړي زیاته کړه: «د ترکیي حضور مهم دی، نه یوازې د قطر د امنیت له پاره، بلکې په ټول خلیج کې د سولې د تحکیم او ثبات له پاره.»

قطر د ۲۰۱۷م کال له دوبي راهیسې د سعودي عربستان په رهبرۍ د خپلو ګاونډیو عربي هیوادونو له خوا په اصطلاح محاصره کې قرار لري. د دې محاصرې یو دلیل په قطر کې د ترکیي نظامي حضور دی. په همدې حال کې د محاصرې تر پیلیدو وروسته له ترکیي سره د قطر اړيکې پراخې شوي دي او د ترکیي نظامي حضور هم په دې هیواد کې زیات شوی دی.

دویچه ویله/ش.ن/ا.ا