1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترکیې، اروپایي ټولنه د پولو پر پرانیستلو ګواښلې

۱۳۹۸ شهریور ۱۵, جمعه

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په خپل هیواد کې د سوریایي کډوالو له پاره له اروپایي اتحادیې څخه د لا ډیرې مرستې غوښتنه کړې. د مرستې د نه ترلاسه کولو په صورت کې، هغه د اروپا پر لور د خپلو پولو د پرانیستو ګواښ کړی.

https://p.dw.com/p/3P9k0
Griechenland | Immigranten am Hafen von Thessaloniki
انځور: picture-alliance/AP Photo/G. Papanikos

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان، اروپا ته یو ځل بیا ګواښ کړی چې که چیرې یې له هیواد سره مرسته ونه شي نو د اروپا پر لور به د مهاجرو پر وړاندې خپلې دروازې پرانیزي. هغه په پلازمېنه انقره کې د ولایتونو مشرانو ته په خپله وینا کې وویل چې کیدای شي ترکیه دې ته «اړ» شي چې «خپلې دروازې پرانیزي».

اردوغان په خپلو څرګندونو کې زیاته کړه: «تر کومه ځایه چې د هغو مهاجرو چې موږ ورته هرکی ویلي د بوج د ویشلو خبره ده، موږ له نړۍ څخه په ځانګړې توګه له اروپایي اتحادیې څخه اړین ملاتړ نه دی تر لاسه کړی.»

د اروپایي اتحادیې او ترکیې ترمنځ د مهاجرو په تړاو د یوه تړون په چوکاټ کې، د اروپایي اتحادیې هیوادونه په ترکیه کې د اوسیدونکو کډوالو له پاره مالي مرستې برابروي او له سوریې څخه پناه غوښتونکي مني. په عین وخت کې اروپايي اتحادیه اجازه لري چې ټول هغه مهاجر چې د ترکیې له لارې د یونان ټاپوګانو یعنې اروپایي اتحادیې ته په غیر قانوني توګه تللي وي، بیرته ترکیې ته واستوي. په وروستیو وختونو کې له ترکیې څخه د راغلو کډوالو شمیر په څرګند ډول ډیر شوی دی.

اروپايي اتحادیې د ۲۰۱۶م کال کې د مهاجرو د تړون په ترڅ کې له ترکیې سره د شپږ میلیارده یورو مرستې ژمنه کړې وه. خو اردوغان تل پر اروپایي اتحادیې د خپلې ژمنې د نه پوره کولو تور پورې کوي او د دغه تړون د له منځه وړلو ګواښ کوي. اوس هغه ویلي دي چې ترکیې د مهاجرو له پاره ۴۰ میلیارده ډالر لګولي دي، خو له اروپایي اتحادیې څخه یې یوازې درې میلیارده یورو تر لاسه کړي دي. اردوغان خبرداری ورکړی دی چې که چیرې اروپایي اتحادیه نوره مرسته ونه کړي نو ترکیه نور پر خپلو اوږو دغه بار نه شي وړلی.

د اروپایي اتحادیې ویاندې نتاشا بیرتاود، ویلي دي چې اروپایي اتحادیه پر دې باور کوي، چې له ترکیې سره خپلې همکارۍ جاري وساتي. د هغې په خبره اروپایي اتحادیه په ترکیه کي له مهاجرو سره دوامداره مرستي کوي. د نوموړې ویاندې په خبره له ژمنو شوو شپږ میلیارده یورو څخه ۵،۶ میلیارده په اختیار کې ورکړل شوي او او باقې پاتې به هم په نزدې وخت کې ورکړل شي.

۳،۶ میلیونه سوریایي مهاجر

ترکیې په خپل ګاونډي هیواد سوریې کې په ۲۰۱۱م کال کې د پېل شوې کورنۍ جګړې راهیسې شا او خوا ۳،۶ میلیونه سوریایي کډوال منلي دي، چې د نړۍ په کچه تر بل هر هیواد زیات دي. خو په لومړیو ورځو کې د ښه راغلاست کلتور تر ټولو زیات د خراب اقتصادي وضعیت له کبله اوس بدلون موندلی دی.

اردوغان په خپلو څرګندونو کې د سوریې په شمال کې د پلان شوي په اصطلاح امنیتي زون یادونه وکړه. هغه وویل چې غواړي هلته لږ تر لږه «یو میلیون» مهاجر استوګن کړي. د هغه په خبره حکومت «مصمم دی چې د سپتمبر تر وروستۍ اوونۍ پورې د الفرات په ختیځ کې» د دغه زون د جوړولو چارې پیل کړي. ترکیه د سوریې د شمال یوه برخه کنترولوي، چې د ترکیې د معلوماتو له مخې هلته یې ۳۵۰ زره سوریایي کډوال انتقادل کړي دي.

اردوغان ویلي دي چې ترکیه په دغه خوندي زون، کې د مهاجرو له پاره له خیمو څخه کورونه جوړ کړي: «موږ ته لوژیستیکي ملاتړ برابر کړئ، موږ کولی شو چې د سوریې په شمال کې تر نورو ۳۰ کیلومترو پورې کورونه جوړ کړو.» د اردوغان په خبره په دې ډول مهاجر کولای شي له انساني کرامت سره برابرو شرایطو کې ژوند وکړي.

امریکا متحده ایالاتو او ترکیې د اګست میاشتې په اوایلو کې د سوریې په شمال کې د یوه خوندي زون، پر جوړولو توافق وکړ. خو په دې هکله تر اوسه ډیر لږ معلومات موجود دي. ترکیه له ډیر وخت راهیسې د خپلو پولو په اوږدو کې د یوې داسې سیمې رامنځ ته کولو هیله لري، چې د دوی تر کنترول لاندې وي او ترې کردي ځواکونه پر شا شوي وي. دغه سیمه تر اوسه د کردي ولسي واحدونو له لوري کنترولیده چې ترکیه یې د ترهګر سازمان په توګه انګیري. خو برعکس دغه واحدونه د داعش پر ضد جګړه کې د متحده ایالاتو له پاره مهم شریکان دي. ترکیې خبرداری ورکړی دی چې که چیرې په دې برخه کې کوم پرمختګ ونه شي، نو د سپتمبر په وروستۍ اوونۍ کې به ترکیه په خپله خوښه د امنیتي زون، چارې تطبیق کړي. په ټوله کې ترکیه له سوریې سره له مدیترانې سمندرګي څخه تر دجلې سیند پورې ۹۰۰ کیلومتره اوږده پوله لري.

(sr/ms (dpa, afp, rtr